نورستان کې لا هم اور لګېدنه دوام لري

د نورستان په ځنګلونو کې لا هم اورلګېدنه دوام لري.

سرچینې وایي، د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په «شام» درې ځنګلونو کې لا هم هغه اورلګېدنه دوام لري، چې څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه.

د یادې سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې په ځنګلونو کې لا هم اور بل دی او د ځنګلونو زیاته برخه یې سوځولې او له منځه وړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو له طالب سرپرست حکومت څخه په جدي توګه غوښتي چې یادې ستونزې ته ژر تر ژره د حل لاره پیدا کړي، دغه اورلګېدنه پنځه ورځې وړاندې رامنځته شوې ده، چې لامل یې تر دې مهاله نه دی معلوم شوی.

Back to top button