اور او اوبه
اور او اوبه
ليکوال: دوکتور اجمل ښکلی
په يوناني اسطورو کې راغلي، چې د زيوس د ارادې خلاف پروميتيوس له دوى اور راپټ کړ او انسانانو ته يې ورکړ. له اور سره د انسانانو شپې روښانه شوې، ډډې يې تودې شوې او خواړه يې پاخه شول؛ خو پروميتيوس د زيوس په عذاب اخته شو. هٖغه په يوه لويه پرښه وتاړه او يو باز يې وګوماره چې زړه او ماغزه يې وکوټي؛ خو په دې حالت کې يې هم د زيوس پر ضد نارې وهلې.
اور په اوېستايي کې اسر دى، چې د قربانۍ د خوړونکي په نامه دى. په پخوانو فرهنګونو کې دا د قربانۍ د قبلېدو نښه وه، چې اور به راغى او و به يې سېزله.
تاريخونه د اور کشف د انسان د تحول يو مهم اړخ بولي. له دې سره د انسان په ژوند کې ځينې شيان ورزيات شول، غوښه چې پخوا خامه خوړل کېدل، په اور کباب شوه.
د اهميت له امله اور د انسان په ژوند کې په مقدس څيز واوښته. په پخوانيو اسطورو او د نړۍ زياترو دينونو کې په اور او اوبه مقدسې وې، ځکه چې دا دواړه د ژوند د تېرولو مهمې سرچينې وې. پخواني مدنيتونه زياتره د اوبو په سر تېر شوي دي. له بين النهرين نه واخله تر ګنګا او جمنا پورې. په هندويزم کې ګنګا او جمنا مقدس سيندونه دي، په اسلام کې د زمزم اوبه دي او په پخواني زردشتي دين کې اور مقدس ګڼل کېده.
پوهان په بېلابېلو دينونو کې د اور يا اوبو تقدس د سيمې په هوا پورې هم تړي. هند چې ګرم و، اوبه پکې مقدسې وې او د عربو په وچه صحرا کې د اوبو اهميت د ژوند تر اوبو کم نه و؛ خو په زردشتي ايين کې چې د سړو سيمو و، اور تقدس درلوده.
په هندويزم کې د مړي ايرې په ګنګا کې خوشې کېږي او خلک پکې د تبرک په خاطر لامبي، په زردشتي دين کې اور سپېڅلى ګڼل کېده، چې لوړ ځي، خپله سوزي خو نور ته رڼا او تودوخه ورکوي. په بېلابېلو سيمو کې د زردشتي دين اورغالي وو.
موسى(ع) چې له طوره تېرېده، په غره کې يې اور وليد، ورغى، چې د لارې مشال يې کړي؛ خو هلته يې يو غږ واورېد: موسى! دا زه يم، رب دې. پڼې دې وباسه، چې د طوى پر مقدسه ځمکه ولاړ يې(قران کريم).
خو د اور او اوبو په تقابل کې کم داسې شوي، چې يو مقدس وي، بل سپېره. زياتره د تقدس په درجو کې واقع دي، مثلا په هندويزم کې اوبه د تقدس په لومړي مقام او اور په دويم مقام دى. هغوى مړي سيزي، چې پاک شي. په هندي اسطورو کې آګني د اور خداى دى او د اور تقدس دوى د آريانانو له لرغوني ټاټوبي له ځانه سره وړى دى. پخوا به هندوانو په سړي پسې خپله مېرمنه هم سېزله، چې ستۍ به يې ورته ويله، چې پښتو کې د ستي کلمه اوس هم مستعمله ده. خوشال وايي:
چې په يار پسې روغ ځان سېزي په اور کې
زه په دا رسم مين يم د هندوانو
په سامي دينونو کې اوبه پر بدني پاکوالي سربېره د اخلاقي او روحي پاکوالي وسيله دي. دا ښيي، چې اور او اوبه چې د انساني ژوند مهم توکي دي، انسان ورته د پاکوونکو په سترګه کتلي دي.
په پخواني فرهنګ کې آب حيات هم يو داسې موتيف دى، چې په ځينو مدنيتونو کې د حيات د مېوي په نامه ياده شوى. آب حيات يوه چينه ده، چې د فرات او دجلې ترمنځ پر تپه تياره ځمکه کې چېرته ده. که د دې چينې اوبه څوک وڅښي، له سره ځوانېږي او همېشنى ژوند مومي. ګيلګمېش، حضرت الياس، حضرت خضر او مقدونې سکندر د دې چينې په لټه وتي. د شپاړسمې پېړۍ په سر کې پونس ليون د دې چينې په لټون تر فلوريډا ورسېد. په پخوانيو افسانو کې د حيات د اوبو بيا بيا يادونه له همېشني ژوند سره د انسان لېوالتيا ښيي.
اور او اوبو د ژوند د پېټي په اوچتولو کې د انسان ډېره مرسته کړې. بارانونو يې فصلونه وراوبه کړي او اور يې شولې ورپخې کړي؛ خو ورسره يې انسان ته زيانونه هم رسولي دي. باران که زموږ په فرهنګ کې رحمت ګڼل کېږي او له هر څاڅکي سره يې ملايکه راکوزېږي؛ خو که ډېر شي، په يوه زحمت بدل شي، سيلابونه شي او فصلونه او کورونه مو يوسي. وايي، چې دجلې او فرات چې د بين النهرين د بېلابېلو مدنيتونو لپاره حياتي وو، خپل لوري څو ځل بدل کړي او په شپو شپو يې په سلګونه کلي وړي دي. د طبيعي علتونو له امله ځنګلونو اور اخيستى، کله کله د انسان د بې پروايۍ له امله اور ډېرې خرابۍ کړې دي.
همدا لامل دى، چې په بشري فرهنګ کې اور او اوبه د سرکښو په سېمبولونو ياد شوي دي. د ټراى د ښار هکيوبي خوب وليد، چې سکروټه وزېږوي. دا سکروټه پاريس وه، چې له امله يې د ټراى ښار اور واخيست او لولپه شو. په دې خوب کې د اور سېمبول ښيي، چې اور که خځلې سېزي، ورسره ابادي هم د ځمکې له مخه پاکوي.
انسان د ټولنيز نظم د ساتلو لپاره اخلاقو ته اړتيا لري او اخلاق مرتاضانه ژوند غواړي؛ خو غريزه هغه سيلاب دى، چې د اخلاقو دا جوړ کړي بندونه نړوي. که تاريخ مطالعه شي، د انسان بربادي په غريزه وراچول شوې. انسان تل له جنسي غريزې کړېدلى, د هرې ټولنې وګړيو ته يې د مهارولو تلقين شوى او د ناوړه او باغي څيز په توګه ورپېژندل شوې. د جنسي غريزې بغاوت د اور له طبيعي بغاوت سره يوځاى شوى او موږ وينو، چې په ژبو کې اور د استعارې په توګه د غريزې د بغاوت پېټى په وليو اخيستى. د تاريخ په متن کې د “بغاوت د اور” اصطلاح ډېره وينو، ځکه اور لوړ ځي او لوړوالى له ټولنيز او سياسي نظامه بغاوت ګڼل کېږي. پښتانه هم د غريزې لپاره د اور استعاره کاروي، لنډۍ ده:
تر نيمې شپې پورې رانغلې
اورونه مړه شول، اوس ايرو ته ناسته يمه
زموږ په فرهنګ کې د نظرماتي لپاره سپېلني لوګى کېږي، چې د خلکو بد نظرونه وسېزي. په لرغوني پېر کې د اور په اړه تصور دا و ، چې که له چا نه چاپېر شي، بدۍ او شياطين زيان نشي وررسولاى، ځکه چې تيارې ختموي. مؤرخان د اور په اړه دا تصور هغه مهال ته رسوي، چې انسانانو به له ځانه اور تاو کړ، چې د شپې له خوا د څېرونکو حيواناتو مخه ونيسي. همدا راز د زردشتيزم په ګډون شيطان د بشر په ذهن کې وېره، رنځ او بلا وه، چې اور يې مخه نيولاى شي، ځکه چې رڼا ورسره مله ده او دا رڼا له فيزيکي هغې سره سره روحاني ده.
په پخوانۍ شاعرۍ کې اور د عشق د شدت استعاره ده او عشق د خوشال خبره هغه سيلاب دى، چې د عقل د مصلحت بند په مخه کوي. د خوشال په هغه شعر کې اوبه د سيلاب په بڼه د عشق د سرکشۍ لپاره راغلي؛ خو سملاسي موږ د اور خبره کوو، چې په پخوانۍ شاعرۍ کې د عشق لپاره کارېدلى. حافظ وايي:
سينه از آتش دل در غم جانانه بسوخت
آتشى بود درين خانه که کاشانه بسوخت
او د مولوي خبره:
آتش است اين بانګ ناى و نيست باد
هر که اين آتس ندارد نيست باد
آتش عشق است کاندر نى فتاد
جوشش عشق است کاندر نى فتاد
تر اسلامي تصوفه د اور راتګ دې کلمې ته د عشق لباس وراغوستى او د نور، اشراق او د الهي وصل په مانا کارېدلى چې اسطوري مانا يې په يوه نه يوه بڼه ساتلې. په اسلامي تصوف کې اوبه بيا د علم په مانا راځي، چې که صوفي بل تږى وويني،بايد وريې کړي. په زردشتي دين کې د اور تصور په تصوف کې د اور له استعارې سره د مانا له پلوه همرنګي ښودلې او دا ښيي، چې که اور او اوبه د لرغوني پېر له تاريخ او اسطورو نه تر تصوف اوږد مزل وهلى او کله يې په ادب کې منفي مانا هم اخيستې، خو د حريت او د چوکاټونو د ماتولو بنسټي مانا يې په هر حال کې ساتلې ده.