فاروق وردګ هېواد ته راستون شو

د جمهوري نظام پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ بېرته هېواد ته راستون شو.

سرچینه وایي، چې جمهوري نظام ‏د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته نن بیرته کابل ته را ستون شوی دی.

نوموړی د طالبانو د سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون سره په همغږۍ له ترکیه څخه هېواد ته راغلی، چې کابل نړۍوال هوایي ډګر کې یې د قومي مشرانو او ځوانانو له لوري هرکلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هوایي ځواکونو پخوانی ویاند هم کابل ته راستون شو.

Back to top button