پاکستان کې چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په پاکستان کې د یوې چاودنې له امله پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په شمالي وزيرستان کې د سړک غاړې ماين د چاودنې له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا پولیس د هغه کاروان برخه وو چې له مرانشأ څخه د بنو په لور روان شوي وو.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر پولیسو چرکي بریدو نو او چاودنو زور اخیستی دی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه پاکستاني پولیس وژل کېږي.

Back to top button