کابل کې چاودنه شوې

کابل ښار ۱۸ ناحیې سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل ښار د ۱۸ ناحیې اړوند (نقاس) سیمې په یو دوکان کې د ګازو دوو ډبو چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او اته کسان ټپيان شوي دي.

سرچینې وایي، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې د سټار په نوم یوه ښوونیز کورس ته نږدې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې د کابل ښار د اتلسمي حوزې اړوند ( نقاس) سیمې یو دوکان کې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده.
هغه زیاتوي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه او اطفاییه رسېدلي تر څو اور مړ کړي.

Back to top button