ژباړه: مېرمن مهرتاج
ژباړه: مهرتاج
“جوزېف سټالېن” د روسیې ولسمشر و. يوه ورځ یې یو چرگ غېږ کې نیولی و او پارلمان ته راننووت. سټالېن د پارلمان په برنډه کې قدم واهه، له چرگ یې یوه-یوه بڼکه ویسته (شکوله) او لاندې یې غورځوله. تر دې چې چرگ بلکل لغړ شو، بیا یې پر ځمکه خوشی کړ. سټالېن وروسته له خپل جېبه څو دانې راویوستې او چرگ ته یې ورگوزار کړې. په خپلو وینو لت-پت چرگ د دانو خواته ورغی او د سټالېن پښو ته ولوېد.
ټول پارلمان دا صحنه لیده. سټالېن پارلمان مخاطب کړ او دا تاریخي الفاظ یې وویل:
“د پرمختللو هېوادونو د بېحسه او بېشعوره ملتونو (بې ایمانه او ظالم/فاسد حاکمان) لومړی له خپلو خلکو د هغوی شتمني همدغسې شکوي لکه څنگه چې ما له دې چرگ وزرې وشکولې، هغوی همدغسې لغړوي لکه ما چې دا چرگ لغړ کړ او بیا د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره څو دانې وراچوي. احمق ملتونه فکر کوي چې ظالم حاکمان یې مسيحا او ژوند ژغورونکي دي او پښو ته یې همدغسې ورلوېږي لکه دا چرگ چې زما پښو ته ولوېد.