کابل ښار کې چاودنه شوې

د کابل ښار د ۱۲ حوزې اړوند سیمه کې د سړک د غاړې په یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران رسنیو ته ویلي، چې نن شاوخوا ۱۲ بجې ‏د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده، چې له امله يې یو تن نظامي ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د کابل په ښار کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

Back to top button