اروپايي ټولنه: افغانستان ته لسګونه ټنه خوراکي توکي استوو

وحیدالله ځدران

اروپايي ټولنې ويلي چې افغانستان ته به روانه اونۍ لسګونه ټنه مرستندویه توکي ورسېږي. ددې ټولنې پر وېبپاڼه خپاره شوي راپور کې راغلي چې افغانستان ته به ۱۵۰ ټنه خوراکي او روغتیايي توکي واستوي.

سرچینې ويلی چې دا توکي د روغتیايي مواردو په برخه کې اړمنو ته رسوي او هڅه کوي چې په داسې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي. د اروپايي ټولنې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به هڅه کوي چې د نورو بنسټونو تر څنګ افغانستان ته مرستې واستوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم اروپايي ټولنې ویلي وو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات ډېروي، څو وکولای شي له غربت ځپلي سره پر وخت مرستې وکړي.‌
په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته بې روزګاري، فقر، لوږه او د افغانيو پر وړاندې د ډالرو لوړېدل هغه موارد دي، چې افغان ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button