اروپايي ټولنه: افغانستان کې د روان کړکېچ د حل یوازېنۍ لار بين الافغاني مذاکرات دي

پنجره ورځپاڼه: د کابل لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون وایي، افغانستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره په کتنه کې هغوی ژمنه کړې، چې له فساد او نشه‌یي توکو سره به مبارزه کوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته د خپل پنځه ورځني سفر راپور وړاندې کړ.

دغه راز دې کنفرانس ته د اروپایي اتحادیې سرپرست استازي رافایلا یودیچي هم راغلی و. ښاغلي نیکلاسون همداراز ويلي، چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د هېڅ ډول وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

 هغه زياته کړې، چې افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد له اوسنیو حاکمانو، سیاسیونو او خبریالانو سره ليده کاته کړي دي. د ده په وينا، د افغانستان د ټولو ستونزو د حل یوازېنۍ لار بين الافغاني مذاکرات دي او دغه هېواد یوه ټول شموله حکومت ته اړتيا لري.

ظاهر څراغ

Back to top button