اروپايي ټولنه: افغانستان کې دې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکو پرځای باید نارینه نه ګمارل کېږي

پنجره ورځپاڼه: د اروپایی ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل وایی، چې په افغانستان کې د ښځو د کار پر وړاندې نویو محدودیتونو دغه ټولنې ته ټکان ورکړی او ویلی یې دی، چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو پر ځای باید نارینه کارکوونکي ونه ګمارل شی.

د اروپايي ټولنې په تازه یوه بیانیه کې د دې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې په حواله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د نویو بندیزونو د لګولو په اړه غبرګون ښودلی.

په بیانیه کې راغلي، چې پر ښځو د طالبانو نوي محدودیتونه د دې ډلې د پخوانیو بندیزونو په دوام، د ښځو او نجونو وضعیت لاپسې خرابوي.

اروپايي ټولنې دغه نوی لګول شوی بندیز تبعیضي بللی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده چې افغانستان یې یو له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه دی.

د بیانیې پر بنسټ، اروپايي ټولنې د طالبانو نوې پرېکړه غندلې او په اوسني وضعیت کې یې چې افغانستان د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخ دی، د دغه هېواد د خلکو لپاره زیان اړوونکي بللی دی.

دغې ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام د ژمنې په ترڅ کې له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندولو پریکړه دې لغوه کړي.

د اروپايي ټولنې بیانیه پدې ټینګار کوي چې په ملګرو ملتونو کې باید د ښځینه کارکونکو پرځای نارینه کارکوونکي ونه ګمارل شی.

طالبانو تر اوسه له ملګرو ملتونو سره د افغان مېرمنو د کار د ممانعت په اړه د نړیوالو غبرګونونو او اندېښنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

ظاهر څراغ

Back to top button