اردوغان: پوځيانو مو د داعش ډلې يو لوړپوړی کس ونيوه

ترکيه وايي، چې د داعش وسلوالې ډلې يو لوړپوړی مشر یې نيولی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رسنيو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د هېواد پوځيانو یې د داعش وسلوالې ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی دی.

هغه خبریالانو ته ویلي، چې نیول‌ شوی کس بشار خطاب غزال الصميدعي نومېږي او په ابو زید مشهور و، چې د هېواد ځانګړو پوځيانو لخوا د يو لړ استخباراتي عملياتو وروسته په ترکیه کې ونيول شو.

د اردوغان په وینا، چې ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره جولای میاشت یو راپور کې ابو زید د داعش وسلوالې ډلې یو لوړپوړی اجرائیوي مشر بللی او اوس تازه د ترکي پوځيانو لخوا نیول شوی دی.

همداراز رجب طیب اردوغان د ابو زید د نیول‌ کېدو نېټه نه ده ښودلې، خو وايي، چې له ډېرې مودې راهيسي د سوریې او استانبول ترمنځ د هغه ترهګريزې اړیکې تر څار لاندې وې او ترکیې ته له ننوتو سره سم نیول شوی دی.

Back to top button