اردوغان اسرییلو ته د سفر پلان لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، پلان لري چې اسراییلو ته سفر وکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له یو شمېر اسراییلي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې پلان لري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه اسراییلو ته سفر وکړي.

یو شمېر اسراییلي رسنیو تېره ورځ خبر ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر په نیویارک کې له یو شمېر اسراییلي مشرانو سره لیدلي او له هغوی سره یې د لیدنې ژمنه کړې ده.

ښاغلی اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی، خو نوموړي اسراییلو ته د خپل سفر د کره وخت نېټې په تړاو څه نه دي ویلي.

Back to top button