د شخصي پوهنتونونو کانکور ته د نجونو نوم لیکنه وځنډېده

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو لوړو زده کړو وزارت شخصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې د کانکور ازموینې لپاره د دوی تر امرثاني پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي.

په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو ټولنې هم منلې چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د یوه مکتوب له لارې دوی ته امر کړی، څو د کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم لیکنې د اوس لپاره وځنډوي.

د طالبانو له لوري شخصي پوهنتونونو ته په لېږل شوي، مکتوب کې دا یادونه هم شوې چې که څوک له دې پرېکړې نه سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

ظاهر څراغ

Back to top button