داستاني خوند

داستاني خوند

ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني

انسان فطرتا داستان خوښوونکی دی، کیسې پنځوي، کیسې وايي او په کیسو کې ژوند کوي، د قراني کیسو یو ستر راز هم د انسان روزنه او ده ته د داسې مهذب ژوند ور زده کول دي چې خالق یې دی د تېرولو لپاره هست کړی دی.

موږ ان له ماشومتوبه د الاهو، للو للو ـ پېشو مه راځه په غرو کیسو سره اشنا یوو، میندو له شوخۍ څخه د ژغورنې او ویده کېدو لپاره د ښاپېرو، بلاګانو، ښکلو مرغانو او ستورو په زرینو او پستو ټالونو کې زنګولي او ویده کړي یوو او بیا مو په خوبونو کې هم داستاني مزلونه کړي دي.

داستاني خوند څه ته وايي؟ د داستاني ادب کره کتونکي په دې اند دي چې د داستاني خوند لومړی عنصر د انسان له ژوند او حالت سره د کیسې غوره تړاو دی او هر وخت چې ځان په کیسه کې وګوري، ځان ته یې پام اوړي او ځان ورته «هېر شوی موجود» نه ښکاري، همغه دی چې په کیسه کې یې له سره لټون پیلوي.

 بله خبره د تجربې د عامولو ده، زموږ ژوند ډېر لنډ تنګ دی، د ژوند د ټولو تجربو د تر سره کولو لپاره وخت نه لرو، یا که خوځند او فعال نه و، ښايي بیخي له تجربو هم محروم پاتې شو، حال دا چې تجربه د علم مور بلل کېږي، خو داستان کولی شي چې د نورو کسانو د کړو ګڼو تجربو لذت را باندې وڅکي او خپل ژوند کې یې هم احساس کړو، د بل او خپلې تجربې تر منځ ګډه اړیکه د داستاني خوند او راښکون کچه لوړوي، دا هغه وخت کېدی شي چې لیکوال د خپلو خلکو او ټولنې کیسې وکړي، په بل عبارت د خپلو کیسو سوژې یې له هغه ټولنې اخیستي وی چې دی یې په لمن کې لوی شوی دی.

د وخت عنصر هم د هېرولو نه دی، انسان تل له خپلې بدې ماضي نه په تېښته او د خپل نا څرګند راتلونکي څخه په وېره کې دی، خو یو څوک باید داسې وي چې په هغه پسې د ماضي څرګند حکایت بیا راوړي او د راتلونکي مزل وېره او ابهام یې یو څه له ذهن لرې کړي، له حال سره د هغه ژور تړاو هم خورا مهم دی، دی یې راتلونکو ته د لېږد مسوولیت هم لري، داستان همداسې یو قاصد دی، هر څومره چې داستان کې دا عناصر پیاوړي وي، د انسان لپاره داستاني خوند ایجادوي.

په داستاني ادب کې د فورشېدوینګforeshadowing او فلش بک flashback اصطلاحات داسې تخنیکونه دي چې دا اصل پیاوړی کوي، داستان لیکوال په فورشېډوینګ کې د پېښو په اډانه کې د راتلونکي زمان په اړه خپلې وړاندوینې او اشارې لوستونکي ته مخکې ږدي او د هغه د وېرې یا اندېښنې کچې را ټیټوي، په همدې ډول په فلش بک کې هم د حال د زغم او خوږلت د لا روښنايۍ لپاره تېر وخت ته مراجعه ده چې په روزونکو کیسو او حکایتونو کې دا اصل ډېر قوي دی او لوستونکی د عبرت او ویښتابه خواته را بولي.

په داستاني خوند کې بله مهمه خبره د داستاني ژبې او زړه را ښکونتیا ده چې په لوستونکي کې د ژبني، مسلکي او ادبي نشنلېزم پټ خوند را پاروي. د مصطفی سالک ناول « پاتې شه باران دی» ډېر لوستونکي یوازې د څانګې او غزن د لنډې کیسې لپاره نه، بلکې د ناول د غوره او شاعرانه ژبې د اوچت هنري سکښت په سبب خوښوي، یا په بل عبارت د ناول شاعرانه ژبې او اوچت تخیل د ناول په داستاني خوند کې خورا ژور رول لوبولی دی.

Back to top button