د انګلينډ ښځينه فوټبال لوبډله د اروپا جام اتله شوه

د انګلينډ ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د اروپا د ملتونو فوټبال جام اتلولي وګټله. 

د انګلينډ د پلازمېنې لندن ښار په ویمبلي نړۍ‌وال لوبغالي کې د اروپا د ملتونو ښځينه جام فوټبال سياليو په پایلوبه کې انګلينډ ښځينه فوټبال ملي لوبډلې وکولای شول، چې جرمني ته ۲-۱ ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره د دغه جام اتلولي وګټي.

دغه لوبه چې په ټاکل شويو ۹۰ دقيقو کې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، د سيالۍ په اضافي وخت کې انګلينډ لوبډلې وکولای شول، چې يو بل ګول ترسره او ياده لوبه کې د فائنل بريا خپله کړي.

دغه راز د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه چې د اروپا د ملتونو ښځينه فوټبال جام سياليو کې د نندارچيانو د ګډون له پلوه يو نوی ریکارډ جوړ کړ، په لومړۍ نیمايي کې له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.

همداراز په دویمه نیمايي کې د انګلينډ ښځينه فوټبال لوبډلې په ۶۲مه دقیقه کې د ایلا ټون په ګول سره له جرمني مخکې شوه.

وروسته د جرمني ښځينه فوټبال لوبډلې د ګول وهنې لپاره هڅو پايله ورکړه او لينا ماګول په ۷۹مه دقیقه کې بریالۍ شوه چې لوبه ۱-۱ مساوي کړي.

خو د سيالۍ په ۱۱۰ دقيقه کې کلويي کلې د انګلينډ دويم ګول ترسره کړ او د لومړي ځل لپاره د اروپا د ملتونو ښځينه فوټبال جام اتلولي یې وګټله.

Back to top button