انګلينډ د پنځو وېکټو په توپير افغان کرېکټ ملي لوبډله ماته کړه

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام رسمي سياليو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې له انګلينډ څخه د پنځو وېکټو په توپير ماته وخوړله. 

دې سيالۍ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو انګلينډۍ کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف ورکړ.

ورپسې د انګلينډ کرېکټ ملي لوبډلې وکولای شول، چې ټاکل شق هدف د لوبې په ۱۹ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او افغان کرېکټ ملي لوبډله ماته کړي.

Back to top button