امانويل مکرون يو ځل بيا ولسمشر شو

د فرانسې دويم پړاو ټاکنو کې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر امانويل مکرون يو ځل بيا وګټله.

د فرانسې ټاکنې هغه مهال دویم پړاو ته لاړې، چې ددې هېواد د قانون په اساس هېڅ نوماند پنځوس جمع يو رايې پوره نه کړې او ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ دويم پړاو ته لاړې، چې په پايله کې يې مکرون ګټونکی اعلان شو.

د ۵۸ سلنه اکثریت رايو په اخيستو سره ايمانویل مکرون وکولای شول، چې يو ځل بيا د فرانسې ولسمشر شي.

هغه همداراز خپله سياله مېرمن لوپن له روسیې سره پر اړيکو او مالي مرستو تورنه کړې وه.

بلخوا بيا سياسي شنونکي وايي، چې د مکرون دغو تورونو د مېرمن لوپن په ماتې کې خورا اغېز درلود او پايله کې يې بريا هم خپله کړه.

Back to top button