امانويل مکرون او پوتين ټيلفوني اړيکه نيولې

ويلاديمير پوتين خپل فرانسوي سیال امانويل مکرون سره ټيليفوني خبرې اترې کړي.

د سکای نيوز د راپور له مخې، د روسیې او فرانسې ولسمشرانو ټيلفوني اړيکه نيولې او پوتين خپل سيال په اوکراین کې د لوی ناورین د رامنځته کېدو له ګواښ څخه خبرداری ورکړی دی.

دغه راز د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او امانویل مکرون د اوکراین د کړکېچ په اړه تلیفوني خبرې اترې کړې دي.

د روسیې ولسمشر خپل فرانسوي سیال ته په خبرو کې ويلي، چې پر زاپروژیا مرکز د اوکراین بریدونه به سختې پایلې ولري او ښایي د لوی ناورین لامل شي.

په دې ټيلفوني اړيکه کې دواړه خواوو زاپروژیا ته د نړۍوالې اټومي مرستندویه ډلې پر لېږد ټينګار کړی، څو د ناورين له رامنځته کيدو مخنيوی وشي.

همداراز پوتین په دې تلیفوني اړیکه کې د خوراکي توکو او د روسیې د سرو زرو د صادراتو پر وړاندې پراته خنډونو په هکله مکرون سره خبرې اترې کړي.

د يادونې وړ ده، چې زاپروژیا اټومي مرکز د اروپا ترټولو لوی مرکز دی، چې په مارچ میاشت کې د روسیې ځواکونو کنټرول ته ولویده.

له هغه وروسته اوس دغه مرکز د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او په وروستیو څو اوونیو کې اوکرایني ځواکونو پرې زښت زيات بریدونه کړي دي.

Back to top button