بايډن کانګرس ته: افغان کډوالو ته د دايمي اوسېدو زمينه برابره کړئ

بايډن وايي، چې کانګرس دې لسګونه زره افغان کډوالو ته په امريکا کې دايمي اوسېدو زمينه برابره کړي. 

د امريکا سي ان ان ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر جو بایډن له کانګرس څخه غوښتي دي، چې تازه راغلو زرګونو افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د دايمي اوسېدو زمينه برابره کړي.

راپور کې راځي، چې بایډن د افغان کډوالو لپاره د قانون تعديل طرحه او د تکمیلي بودجې غوښتنه د خپل هېواد قانون جوړونکو ته سپارلې ده.

د دغه قانون د تعديل د تصويب په صورت کې هغه افغانان، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ مې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۲۰مې نېټې امريکا ته ځي، کولای شي او اجازه ورکوي، څو هلته د دايمي پاتې کېدو لپاره غوښتنه وکړي.

د يادونې ده، چې له افغانستان څخه د بهرنيو د تخليې په پروسه کې څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال امريکا ته تللي او اکثره يې هلته د دايمي پاتې کېدو غوښتنه کوي.

Back to top button