د افغانستان په شمال ختیځ کې د زلزلې لړزې محسوس شوي

پنجره ورځپاڼه: د ریښتر په کچه ۴،۱ درجې زلزلې نن ورځ د وري په ۲۱مه د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان یو شمېر سیمې لړزولې دي.

د هند د ځمکې پېژندنې مرکز اعلان کړی چې دا زلزله نن دوشنبه په ځايي وخت د سهار په ۷:۲۳ بجو د بدخشان په مرکز کې د تاجکستان له اشکاشم څخه ۲۶ کیلومترۍ کې شوې ده.

د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۱ درجې و، او مرکز یې د ۱۵۰ کیلومترۍ په ژوروالي د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې ښوول شوی دی. تراوسه د افغانستان له شمال ختیځ څخه د مرګ‌ژوبلې او احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

تېره میاشت د دغه ولایت په جرایم ولسوالۍ کې له یوې سختې زلزلې سره له لسو زیات کسان مړه او تر سلو ډېر ټپیان شول او په ټول هېواد کې تر ۶۵۶ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شول او همداراز د هغې زلزلې ټکانونه په ګاونډیو هېوادونو، لکه پاکستان، تاجکستان او هند کې هم محسوس شوي ول.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د طبیعي پیښو، لکه زلزلې، د ځمک‌ښویېدنې، سیلابونو، وچکالۍ، واورو او سختو بارانونو سره یو مخامخ هېواد دی.

ظاهر څراغ

Back to top button