ډاکټر عبدالله عبدالله بېرته هېواد ته راستون شو

سولې عالی شورا پخوانی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بېرته هېواد ته راستون شو.

د سولې عالی شورا پخوانی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې څه موده وړاندې یې هېواد پرېیښی و نن بېرته هېواد ته راستون شو.

هغه په خپله فسبوک پاڼه هغه عکسونه خپاره کړي چې په کې د مشرانو جرګې پخوانی رئیس فضل هادي مسلمیار او یو شمېر طالب چارواکي ښکاري، چې هوایي ډګر ته یې هرکلي ته ورغلي دي.

Back to top button