ډاکټر عبدالله عبدالله له کرزي سره لیدلي دي

په دې لیدنه کې کرزي او عبدالله عبدالله د هېواد پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.

د پخواني حکومت د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن شپه پر خپله فیسبوک پاڼه د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

ډاکټر عبدالله لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د هېواد د روان وضعیت په تړاو خبرې اترې کړي او د ژمي را رسېدو ته په پام سره یې د افغانستان له خلکو سره د نړۍ والې ټولنې د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ډاکټر عبدالله له څو ورځني سفر وروسته پرون بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

Back to top button