امريکا کې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله لسګونه کسان مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا متحده ایالاتو په یو ځينو سیمو کې د شدیدې او توپاني واورې د‌ وريدو له امله لسګونه کسان مړه، زرګونه پروازونه لغوه او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو پر اساس تر دې دمه د سړې هوا له امله تر ۳۰ زيات وژل شوي، خو وایي چې ممکن د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه د بېړنیو حالاتو کارکوونکي لا هم په يو شمېر سيمو کې د مړو شویو کسانو په جسدونو پسې په لټه کې دي.

امريکايي رسنۍ زياتوي، چې د نیویارک ایالت د بفالو ښار کې ۲,۴ متره واوره وریدلې، لارې بندې دي او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی.

په دې ښار کې دومره ډیره واوره وریدلې چې د اضطراري چارو کار کوونکي نه شي کولای هغو سیمو ته ورشي چې خلک په کې ډېر زیانمن شوي.

د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل په ډیری ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره خلک په داسې حال کې برېښنا نه لري چې امریکا کې د کرسمس ورځ لمانځل کیږي. د راپورونو له مخې، په امریکا او کاناډا کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه خلک له سړې هوا څخه زیانمن شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې سړه هوا په امريکا کې خلکو ته زیان رسوي، بلکې تر دې وړاندې هم د امريکا او کاناډا په ځينو سيمو کې سړې هوا خلکو ته زيان اړولی دی.

Back to top button