په ايټاليا کې د کډوالو يوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لسګونه کسان مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: ايټالوي رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هيواد په ختيځو سواحلو کې د پناه غوښتونکو د يوې کښتۍ له ډوبیدو وروسته د افغان کډوالو په ګډون لږترلږه د ۳۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

سرچينو ويلي، چې د ايټاليا کروتون سيمې په «ستکاتو دی کورتو» ساحل کې شاوخوا ۲۷ مړي موندل شوي دي. د سرچينو په وينا، ډېر نور مړي هم په اوبو کې ليدل شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د قربانيانو شمېر ۳۳ دی خو ښايي، چې شمېر یې نور هم لوړ شي.رويټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې په کښتۍ کې تر سلو زيات کسان سپاره وو.

ويل کېږي، چې د قربانيانو هويت او نورو معلوماتو په تړاو تر دې دمه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو راپورونه وايي، دې کښتۍ کې چې د ايران، پاکستان او افغانستان کډوال سپاره وو، په سمندر کې د هوا د خرابوالي له امله له يوې ډبرې سره ټکر کړی او اوبو کې ډوبه شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button