لسګونه پاکستاني موټر بېرته وګرځول شول

د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري لسګونه پاکستاني بې اسنادو بار وړونکي لارۍ موټر د ضمانت تر اخیستلو وروسته دغه هېواد ته وګرځول شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار د ترانسپورټ رياست په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه موټر يې د څو ورځني کمپاين په ترڅ کې نيولي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وروسته د نورو هېوادونو بې اسنادو موټرو ته د افغانستان ته د را اوښتلو اجازه نه ورکول کيږي، که له اجازې پرته دغه ډول موټر د افغانستان خاورې ته واوړي د مسؤلینو له لوري ضبطېږي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رياست زیاته کړې، چې تر دې وړاندې به د پاکستان بې اسنادو بار وړونکي موټر تر کابله پورې تلل خو تر دې وروسته يوازې د اسنادو د لرلو په صورت کې تر جلال اباد پورې د تګ اجازه ورکول کيږي.

Back to top button