د پکتیکا زلزله ځپلیو ته لسګونه کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

پنجره ورځپاڼه: پکتیکا کې ځايي رسنۍ وايي، چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۱۰.۸میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ کورنه جوړ او زلزله ځپلیو کورنیو ته وسپارل شول.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د بېلابېلو نړیوالو موسېساتو له لوري په دغه ولایت کې د نورو بشري مرستو سربېره زلزله ځپلو کورنیو ته د استوګنېکورونه جوړ او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.

تر دې وړاندې د کرېکټ ستوري «راشد خان» په ټولنیزو رسنیو کې د پکتیکا برمل ولسوالۍ زلزله ځپلیو لپاره د پیسو راټولونې کمپاین په لاره اچولی و، چې د معین مقدار پیسو له راټولولو وروسته یې په دې ولسوالۍ کې زیانمن شویو کورنیو ته د سر پناه لپاره ۲۵ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

ظاهر څراغ

Back to top button