ډونالډ ټرمپ تر بايډن مخکښ دی

راپورونه وايي، چې د امريکا له انتخاباتو وړاندې ټرمپ تر جو بایډن مخکښ ښکاري. 

امريکايي رسنيو ويلي، چې امرسون پوهنتون د يوې نظر پوښتنې پر اساس، د امريکا متحده ايالاتو د راتلونکو ۲۰۲۴ میلادي کال انتخاباتو لپاره پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر جو بایډن مخکښ دی.

رسنۍ وايي، د امرسون پوهنتون په نظر پوښتنې کې راځي، ۴۴ سلنه امريکايانو ويلي، چې ډونالډ ټرمپ ته رايه ورکوي، ۳۹ سلنه نورو بيا ويلي چې جو بایډن ته رايه ورکوي.

همدا راز په دې نظر پوښتنه کې ويل شوي، ۱۲ سلنه امريکايانو ويلي، چې هېڅ په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس وخت په رسنيو کې پر بايډن سخت انتقادونه کوي او د خلکو پام یې ځانته راجلب کړی دی.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر ايستلو وروسته بايډن په امريکا کې خپل محبوبيت بايللی او اکثره امريکايان هم بايډن ته په غوسه دي او دا کار له افغانستان سره د نوموړي لويه تېروتنه ګڼي.

Back to top button