بې پولې ډاکټرانو سازمان: له عامه ژونده د ښځو حذفول به افغانان له خطر سره مخ کړي

پنجره ورځپاڼه: په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان د طالبانو له لوري په کورنیو او بهرنیو غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې له عامه ژونده د ښځو حذفول به ټول افغانان له خطر سره مخامخ کړي.

ياد سازمان همداراز ویلي چې د تېرو ۴۰ کلونو راهيسي افغانستان کې د ښځينه ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو میلیونونو کسانو ته روغتیايي خدمات رسولي او د دوی ژوند يې ژغورلی دی. د بې پولې ډاکترانو سازمان ټينګار کړی، چې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د مېرمنو ونډه دې له پامه نه غورځول کېږي.

طالبانو د يوې پرېکړې له مخې د‌‌ نجونو لوړو زده کړو له بنديز وروسته په کورنيو او بهرنيو مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار هم بنديز ولګاوه، چې په کور دننه او بهر يې توند غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button