مازوخیزم پیژنو ؟

مازوخیزم پیژنو ؟

راټولوونه: سیال یوسفي

مازوخیزم Masochism د سادیزم او بل ـ ځورونې رواني ناروغي تضاد کلمه ده چې ځان ځورونې، خود ازارۍ او خود اذیتۍ ته ویل کیږي. سادیست رواني ناروغ د نورو له ځورونې خوند اخلي خو مازخېست له ځان ځورونې او ځان شکنجې خوند اخلي. اروا پوهان وايي چې د مازوخیزم ناروغان ډیر لیواله وي چې یا خپله یا د نورو له لوري شکنجه شي، تحقیر یا سپکاوی یې وشي او په یوه نه یوه وسیله وځورول شي. ډاکټران او ارواپوهان وايي دغه ناروغان تر هغې نارامه وي چې ځان و نه ځوروي او یا د نورو له لوري ورته سپکاوی نه وي شوی او یا ځورول شوی نه اوسي. د بیلابیلو څیړنو له مخې دغه ناروغي په نارینه و کې او په تېره په ځوانانو او تنکیو ځوانانو کې ډیره لیدل کیږي.

د مازوخیزم کلمه د نوولسمې پېړۍ د اتریشي لیکوال او رومان لیکوونکي لئوپولد فون زاخر-مازوخ له نوم اخیستل شوی چې په رومانونو او داستانونو کې یې کرکټرونو د نورو له لوري د ځان ځورونې خویونه او عادتونه درلودل.

د مازوخیزم او او ځان ځورونې ترمنځ په ځینو برخو کې توپیر هم شته، ځان ځورونه کیدای شي چې لامل ولري او یو ذهنی او عصبي اختلال وي خو ویلای شو چې ځان ځورونه د مازوخیزم یوه برخه ده او ځانګړي شرایط او ځانګړی چاپیریال یې سبب کیدای نشي. مازوخیستي ته ورته نښې، په سکیزوفرنیا، ذهني کمزوۍ یا وروسته پاتې والی، او اوتیزم رواني ناروغیو کې هم لیدل کیږي. ډاکټران او اروا پوهان په دې نظر دي چې هغه کسان ډیری د ځان ځورونې په رواني ناروغۍ اخته کیږي چې له کوچینوالي په کورنۍ یا چاپیریال کې ځوریدلي وي او یا یې د پلار، مور یا د کورنۍ د بل هر غړي له لوري د ځورولو اعمال لیدلي وي چې پر ده کیږي او یا پر نورو او یا یې پخوا په کورنۍ کې د ځان وژنې کومه پېښه شوي وي، خو بیا یې ځوریدل عادت ګرځیدلی وي نو ځکه ترڅو و نه وځورول شي د ارامۍ احساس نه کوي.

په مازوخیزم اخته ناروغان له ځان سوځولو، وهلو، رنځیدلو، سترګو تړلو، الکټرونیکي شاکونو نیولې ان تر تحقیر، جنسي ځورونې، بندي کولو یا تړلو او څپیړو وهلو پورې له هر ډول اذیتونو خوند اخلي چې دا یې د ناروغۍ د کچې پورې اړه لري.

د مازوخیزم اصلي لامل دروني بې وسي یا ناتواني ښودل شوې ده چې په دردونو نه برلاسي کیږی هغوی بیا ځان ځورونې ته پناه وړي. څیړونکي وايي که د مازوخستانو ټول احساسات او د ځان ځورونې لاملونه راټول کړای شي نو یوې پټې عقدې ته رسیږو. مازوخېست له نه درک کېدو رنځ وړي، هغه ټول دردونه تېر کړي وي او د زغم انتها یې مازوخیزم ته رسولای وي.

د مازوخیزم ناروغۍ ډولونه :

رواني مازوخیزم : باید له پامه و نه غورځول شي چې مازوخیزم په ټولو انسانانو کې تر یوه حده عادي او طبیعي دی خو که له معمول واوړي او په افراط بدل شي نو رواني ناروغي ده. کله چې ناروغ ځان ته د غلام فکر وکړي او مقابل لوری د ځان مالک او څښتن وګڼي چې هر ډول چلند ورسره کوي ورته د منلو وړ وي دا بیا رواني انحراف او رواني مازوخیزم دی.

احساستي مازوخیزم : په معمول ډول په مازوخیزم اخته ډیری ناروغان ناپوه، کم عقله او بې سواده کسان وي، د خپلې ناروغۍ له ښکاره کیدو ډډه کوي او ځان ته دننه پناه وړي او ځان ته ساختګي او مصنوعي صحنې جوړوي او ځان په هغوی کې ورکوي. دوی خپله اړتیا له غیر عادي خیال، فکر او احساس له لارې بشپړوي چې احساستي مازوخیزم بلل کیږي.

فیزیولوژیکي مازوخیزم : دا ډول ناروغي تر پورته دوه نورو زیاته شدیده او رېښتونې ده، په دې ډول کې مازوخیست له خپل درد او رنځ څخه تر اخري بریده خوند اخلي او په لوی لاس غواړي چې ځان د درد او عذاب په خطر کې واچوي. په قیزیولوژیکي مازوخیزم اخته ناروغان چې نورو دوو یې شمیر زیات دی، له بدني اذیت لکه: شکنجې، د پوستکي او غوښې پرې کولو او یا سوځولو خوند اخلي او که درملنه یې ونشي اخر ځان له منځه وړي.

د مازوخیزم درملنه :

د مازوخیزم درملنه تر نورو ځان ځورونکو ناروغیو سخته ده ځکه مازوخیزم دوامداره ده. نورې ځان ځورونکې ناروغۍ چې تداوي شي نو ځان ځورونه هم له منځه ځي خو د مازوخیزم درملنه تر نورو ډیره سخته ده. البته ټول اختلالات چې منشأ او سرچینه یې رواني ناروغي وي په هیپنوټیزم یا مصنوعي ډوله خوب یا هیپنوتراپي او د ارواپوهانو پر مشورو رغیږي. د ځینو څیړنو له مخې د چاپیریال په بدلون او د داسې درملو په کارولو چې د ناروغ توهمات راکموي د مازوخیزم درملنه شونې ده.

Back to top button