الکترونيکي تذکرو کې د ولسوالۍ او نوم او اعتبار نېټه اضافه شوي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وايي، د الکترونیکي تذکرې د لا اعتبار په موخه يې د دغې تذکرې د کارټ پرمخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه ور اضافه کړي دي.

د يادې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د الکترونیکي تذکرې پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره آدرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه، چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي.

د دې ادارې په وينا، هر لس کاله وروسته د الکترونیکي تذکرې درلودونکی باید خپل د بایومټریک معلومات تازه کړي او د دې ترڅنګ کولای شي، چې په خپله خوښه په تذکره کې انځور ته هم بدلون ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د الکترونیکي تذکرې پرمخ د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او معلوماتو مصلي ادارې نوم هم زیات شوی و.

Back to top button