د لوګر ښوونځیو لپاره د ډېټول صابون مرسته وشوه

د لوګر ولایت د ښوونځیو لپاره د ډېټول صابونونو مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د شته ۲۷۵ ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د روغتیا ساتنې په موخه د ۱۳۴۹۴ کلچو ډېټول صابون مرسته وشوه.

د هغوی په وینا دا مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف مؤسسې کړې ده، چې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري.

په مرسته شویو صابونو به ښوونکي او زده کوونکي مخکې له دې، چې ټولګیو ته ننوځي خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز وایي،چې یونیسف موسسې په ۱۰۰ ښوونځیو کې د لاسونو مینځلو لپاره ځانګړي ځایونه هم جوړ کړي دي.

Back to top button