کندهار کې د افغان ترک لیسې مرستيال وژل شوی

پنجره ورځپاڼه: په کندهار ولایت کې دافغان ترک لېسې مرستيال وژل شوی دی

په دغه ولايت کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، نامعلومه وسله والو تيره ورځ ناوخته په عينو مېنه کې د افغان ترک لېسې مرستيال مدير ارشاد احمد فضلي په مرموز ډول وژلی او له سيمې تښتېدلي دي.

د‌ سرچينې په خبره، چې د وژل شوي کس جسد د دې ولايت ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی.

د سيمي د خلکو د معلوماتو له مخې، د وژل شوي کس موبایل هم وسله‌والو کسانو له ځان سره وړی دی.

په ورته وخت کې کندهار کې ځايي چارواکي هم دغه پيښه تاييدوي او زياتوي، چې دوی د وژنې د عاملينو په پلټنه بوخت دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند محمداصف حکيمي پنجري ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د وژل شوي کس جسد د عينو ميني په يو داسي ځاي کې موندل شوی، چې د خلکو ګڼ ګوڼه په کې نه وه.

هغه وايي دوی دا مهال د پيښې د اصلي لامل او عاملينو په پلټنه بوخت دی.

د يادونې ده، په کندهار کې دا لومړی ځل نه دی، چې د يوې خصوصي لېسې مدير وژل کېږي، بلکې تر دې‌ وړاندې هم ورته جنایي پېښې ترسره شوي دي.

خبريال: رضوان پوپل

Back to top button