د تقدیر پریکړې
د تقدیر پریکړې
ژباړه: مومند محمدي اڅړ
د بس په تم ځای کې یوه ځوانه میندواره ښځه او بوډا سړی د بس په تمه ناست وو، بوډا سړي د ښځې نس ته په ځیر ځیر کتل او بیا یې پوښتنه ترې وکړه:
– څوومه میاشت دې ده؟
ښځه چې په ژور سوچ کې تللې وه او له غمجنې څیرې یې پریشاني وریده د سړي پوښتنې ته یې ارزښت ورنه کړ، خو څو شیبې وروسته یې وویل:
– درویشتمه اوونۍ مې ده.
بوډا بیا پوښتنه وکړه:
– ایا لومړنی اولاد دې دی؟
ښځې وویل:
– هو.
بوډا زیاته کړه:
– دومره ویرې ته اړتیا نشته، ډیر زړه مه خوره هر څه چې په تقدیر کې لیکلي وي هماغسې به کیږي.
ښځې پر خپله خیټه لاس کیښود او په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې څڅیدې لاندې ځمکې ته یې وکتل او ویې ویل:
– زه هم دا هیله لرم.
سړي بیا هم وویل:
– کله داسې پیښیږي چې یوه انسان ته ډیره کوچنۍ خبره لویه ښکاره شي او په اړه یې دومره اندیښنه کوي چې وړتیا یې نه لري.
ښځې په غمجنه لهجه وویل: ښایي.
عمر خوړلي سړي لا هم خپلو اضافي خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل:
– داسې ښکاري چې ته په ډیرو کړاوونو کې ښکیله یې، ولې دې خاوند درسره نشته؟
ښځې ځواب ورکړ:
– څلور میاشتې وړاندې راڅخه جلا شو.
– خو ولې؟
– دا خبره یو څه پیچلې ده.
– کورنۍ دې څنګه، یا ملګري څوک دې هم نشته؟
ښځې ژوره ساه واخیسته او ویې ویل:
– له خپل ناجوړه پلار سره اوسیږم.
– پوه شوم، ایا اوس هم ستا لپاره د ځواکمنې تکیې په توګه دی، لکه څرنګه چې په کوچنیوالي کې و؟
د ښځې له سترګو بیا هم اوښکې روانې شوې او ویې ویل:
– هو، له خپلې ناروغۍ سره سره هم هغه زما لپاره لویه تکیه ده.
سړي وپوښتله:
– څه ناروغي یې ده؟
– نشي کولی څوک وپيژني.. حتی ما هم.
ښځې دا وروستۍ جمله وویله او ورپسې جوخت بس راغی، هغه له ځایه پورته شوه او ویې ویل:
– زموږ بس راورسید.
څو ګامه یې واخیستل، شاته یې وکتل ویې لیدل چې بوډا سړی همداسې پر خپل ځای ناست دی، بیرته راغله بوډا یې له لاسه ونیوه او ویې ویل:
– راځه چې ځو پلاره