دیبورالاینز له سراج الدين حقاني سره ليدلي

د یوناما مشرې دیبورالاینز د سرپرست حکومت د کورنيو چارو له وزير سره ليدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې مشرې دیبورالاینز د طالب سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره ليدلي او همدارنګه په افغانستان کې یې د خپل ماموريت د ختمېدو په موخه مخه ښه هم ورسره کړې.

يوناما په يو تازه ټويټ پيغام کې ويلي، چې دواړو خواوو په افغانستان کې د بشري مرستو، تروريزم او مخدره توکو سره پر مبارزې او ځيني نورو موضوعاتو باندې غږېدلي دي.

مېرمن دیبورالاینز له ۲۰۲۱ کال راهيسي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستدویه ادارې یا یوناما د مشرې په توګه تر دې دمه په دغه هېواد کې کار وکړ.

د یادونې ده، چې د هغې د ځای ناستې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

Back to top button