هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله مرګ ژوبله

هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله شاوخوا ۴۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏پېښو ته د رسېدو په چارو وزارت مسوولین وايي، د وروستیو سېلاوونو له امله د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې په تېره یوه میاشت کې ۱۹۴ کسان مړه شوي او ۲۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې د یادو سېلاوونو له په هېواد کې د خلکو ۱۲ زره او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي او ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغو سېلاوونو په هېواد کې ګڼ شمېر ښوونځي، عمومي لارې، کرنیزې ځمکې او جوماتونه هم ویجاړ کړي دي.

Back to top button