ډان ورځپاڼه: تېر يو کال په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو جنسي ځورونې سلګونه دوسیې ثبت شوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان ډان ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې  تېر یوه کال کې یې په دغه ایالت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې شاوخوا ۳۶۵ دوسیې ثبت کړې دي.

د دغه ایالت پولیسو له ماشومانو څخه د ملاتړو مؤسسو په يوې مشورتي او معلوماتي غونډه کې ويلي، چې د يادو دوسیو په تړاو یې نږدې ۳۲۹ کسان نیولي دي.

ډان ورځپاڼه د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو له قوله زياتوي، چې يوازې په پېښور ښار کې یو سړی د درې ماشومانو د جنسي ځورونې او دوو نورو د وژلو په تور نیول شوي دي.

سرچينې همداراز د دغه ایالت پولیسو له قوله لیکلي، چې د تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې لږترلږه ۲۸۳ هېښق ثبت شوي، چې یوولس تنه قربانیان یښ په پای کې وژل شوي دي.

دغه راز يادې ورځپاڼې ویلي، چې د پاکستان د ماشومانو د حقونو ملي کمېسیون کې دا ناسته د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان او د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له ترمنځ جوړه شوې وه.

Back to top button