د وروستۍ زلزلې له امله په پکتیکا او خوست کې اوښتي زیانونه

په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې له کبله شاوخوا ۱۷۸۱۶ کورونه ویجاړ او له منځه تللي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏پېښو ته د رسېدو چارو د وزارت وایي، چې د یادې زلزلې وروستۍ شمېرې ښیي پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله ۱۷۸۱۶ کورونه ویجاړ او له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغاني سره میاشت مسوولینو ویلي، چې د کورونو د جوړښت په برخه کې پرلپسې هڅې کوي او په همدې موخه یې پکتیکا او خوست کې لسګونو کارکوونکو او رضاکارانو ته دنده ورکړې، تر څو د ویجاړو شویو کورونو سرویه ترسره کړي.

په هېواد کې وروستۍ زلزلې په پکتیکا او خوست کې سلګونه هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واړوله.

Back to top button