کرین ډېکر د امریکا نوې شارژدافیره ټاکل شوې

مېرمن کرن ډېکر په قطر کې د افغانستان لپاره د امريکا نوې شارژدافیره ټاکل شوې ده. 

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر یان مک‌کاري په یوه تازه ټوېټ پيغام کې ویلي، چې په دې سفارت کې یې د ماموریت دنده پای ته رسېدلې ده او پر ځای به یې مېرمن کرن ډېکر د سفارت د چارې پر مخ وړي.

هغه په ټوېټر پاڼه ليکي، چې په خپله کاري موده کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوی او همداراز په دوحه کې يې له طالبانو سره پر ګڼو مسایلو خبرې اترې هم کړې دي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځيو پر مسئله ډېر خواشینی دی او پر طالب سرپرست حکومت يې غږ کړی، چې له نړۍوالو سره دې له تعامل کار واخلي.

يان مک‌مکاري ويلي، چې طالبان دې د هر افغان نظر ته درناوی وکړي او د نړۍوالې ټولنې قوانین دې ومني. بلخوا د‌ معلوماتو له مخې مېرمن کرن ډېکر بیا په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت اوږده مخینه لري او يو وخت په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله هم پاتې شوې ده.

Back to top button