زابل کې رغنيزې پروژې روانې دي

زابل کې د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د ګڼو رغنیزو پروژو چارې روانې دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل د ښار جوړونې رياست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په کچه يې د روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې د يو شمېر رغنیزو پروژو چارې روانې دي چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د یاد ولایت د ښار جوړونې رئيس ملا داد ګل مسلم وایي، د پوهنتون احاطوي دېوال او د شهر نو منځني ښوونځي ودانۍ رغنیزې چارې اتیا سلنه ترسره شوې دي او د نورو پروژو کارونه روان دي، چې شپږ میاشتې وروسته به دغه ټولې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بلخوا د باختر دولتي اژانس بیا خبر ورکړی، د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې یو باب سي ایچ سي صحي او د کوچیانو بي ایچ سي کلینکونه، کلات کې د دارالمعلمین (۱۶) ودانۍ، ارغنداب، کلات، شاجوۍ کې يو شمېر ښوونځي، د ميرويس نيکه د پوهنتون احاطوي دېوال، شاجوۍ کې د حضرت نیازي د نجونو لیلیه او داسې نورو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

Back to top button