سي‌ان‌ان: امريکا کې افغان کډوال ستونزو سره مخ دي

سي‌ان‌ان ټلویزیوني شبکه وايي، چې امریکا ته تازه تللي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

د امريکا سي‌ان‌ان انګليسي ټلویزیوني شبکې په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې دغه هېواد ته تازه تللي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د يادې رسنۍ د راپور له مخې، امریکا ته د افغانانو د لېږد پوره يو کال تېر شو، خو ډېری کورنۍ یې لا هم هلته سرپناه نه لري او آن د لومړنۍ ستونزې یې هم نه دي حل شوي.

په راپور کې راغلي، چې زرګونه افغان کډوالو په امریکا کې د ارام او هوسا ژوند هیله درلوده، خو دلته یې هر څه له سره پيل کړي دي او په خورا ارزانه کورونو پسې د‌ اوسېدو لپاره لټه کوي.

د سرچينې په وينا، امریکايي حکومت تر خپلې وسې له دوی سره د مرستې هڅه کړې ده، خو وايي دا مرستې کافي نه دي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري، څو افغان کډوال وکولای شي خپل ژوند په سمه توګه مخه ته بوځي.

Back to top button