د قرغیزستان او تاجکستانو په پوله نښتې درنه مرګ ژوبله اړولې

د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتو کې تر دې دمه ۸۱ کسان وژل شوي دي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې جګړه کې ۳۵ کسان و وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي چې په خبره یې ښځې، ماشومان او نور ولسي وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.

د تاجکستان حکومت قرغیزستان تورن کړی دی چې په یو جومات او ښوونځي باندې یې د بې پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې شپږ کسان وژلي دي.
بل خوا د قرغیزستان حکومت ویلي چې د باتکین په سرحدي سیمې کې یې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالب سرپرست حکومت د چارواکو په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو له دې هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

Back to top button