مدني فعال عظیم عظيمي د طالبانو له بند آزاد شوی

د پاکستان پر ضد د سوله‌ييز لاريون تنظيموونکي او مدني فعال عظيم عظيمي يو ملګري د خپل هويت پټ ساتلو په شرط پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې نوموړی له شاوخوا لس مياشتو بند وروسته تېره شپه ازاد شوی دی.

همداراز د عظيم ملګري پنجرې ورځپاڼې ته ويلي، چې هغه په زندان کې د طالبانو له لوري وهل او ټکول شوی هم دی.

ياد مدني فعال تېر کال نومبر مياشت کې، هغه مهال د طالب امنيتي مسؤلينو له لوري ونيول شو، چې غوښتل يې افغانستان ته د پاکستان د امنيت شورا سلاکار معيد يوسف په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي د سفر مخې ته سوله‌ييز لاريون او د هېواد په کورنيو چارو کې د پاکستان مداخلو پر خلاف اعتراض وکړي.

مدني فعال عظيم عظيمي داسې مهال له بند ازادېږي، چې تر دې وړاندې د بخښنې نړۍوال سازمان هم ويلي و، طالب‌ سرپرست حکومت، چې له کوم وخته واک ته رسېدلی، د بشري حقونو د نقض نوی پړاو یې پيل کړی او له نړۍوالو سره يې ټولې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

Back to top button