هلمند کې کولرا ۲۰ کسان وژلي دي

د باختر آژانس د خبر د معلوماتو له مخې، په تيرو ٢٤ ساعتو کې په هلمند ولايت کې د اسهال (کولرا) ناروغۍ له امله شاوخوا شل کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هلمند د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې تر ۱۲۰ ډېر کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي او شاوخوا شل کسان مړه شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې له مرکز څخه يادې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږل شوي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه روانه ده.

Back to top button