خوست او پکتيکا کې کولرا ناروغي خپره شوې

د پکتيکا او خوست ځايي سرچينې وايي، چې په دغو ولايتونو کې د د کولرا ناروغي خپره شوې او  سلګونه کسان يې نيولي دي. 

د پکتيکا او خوست ولايتونو څخه ځايي سرچينو پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې په دغو دواړو ولايتونو کې د زلزلې وروسته کولرا ناروغي خپره شوې او سلګونه کسان یې نيولي دي.

سرچينې وايي، چې يوازې د خوست سپېره ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۵۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

همداراز د راپورونو پر اساس يوازې خوست کې اته کسان د کولرا ناروغي له وجې مړه شوي دي.

په ورته وخت کې رسنۍ وايي، چې په ياده ناروغۍ په اخته کسانو کې زياته شمېره ښځې او ماشومان دي.

د پکتيکا ولايت ځايي رسنۍ هم وايي، چې په دغه ولايت کې کولرا ناروغي خپره شوې او ډېره چټکه د خپرېدو په حال کې ده او په وينا يې روغتيايي ټيمونه خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي، خو وايي چې روغتيايي ټيمونه د امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي او له مرکز څخه يې غوښتنه ده، څو دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

Back to top button