د کولرا ناروغي

د کولرا ناروغي

لیکوال: ډاکټر امان شمس

پنجره

د کولرا په ناروغي کې د اسهال او کانګو له لارې د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نه شي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي، نو له دې امله هغه ماشومان چې د بدن د اوبو له قلت سره مخ وي بايد روغتون ته يوړل شي.
تاسو څنګه هغه ماشومان چې اسهال ولري او د بدن د اوبو له کمبود سره مخ وي پېژندلای شئ؟

که د ماشوم د بدن مايعات نارمل وي:
– ښه او بيداره وي.
– د ماشوم سترګې ننوتې او ژورې نه ښکارېږي.
– نارمل څښل او رودل کوي.
– که يې په دوه ګوتو کې پوستکی را غونج (pinch) کړئ جلد يې سم لاسي عادي حالت ته را ګرځي.

که يې مايعات يو څه کم وي:
– ناقراره او مخرش وي.
– سترګې يې ننوتې او ژورې ښکارېږي.
– تنده لري، څښلو او رودلو ته لیوالتيا ښيي.
– څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ ورو عادي حالت ته راګرځي مګر له دوو سانيو څخه کم وخت نیسي.

که د ماشوم د بدن مايعات په شديد ډول کم وي:
– ماشوم خوبجن وي، په سختۍ له خوبه را ويښېږي او يا بې هوښه وي.
– سترګې يې ننوتې او ژورې وي.
– څښل او رودل ډېر کم او ډېر کمزوري او يا يې هېڅ نه کوي.
– څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ په دوو ثانيو او يا له هغه څخه په ډېر وخت کې ورو عادي حالت ته را ګرځي.

که ستاسو له کوښښ سره سره د ماشوم د بدن اوبه کمې وي او يا شديد حالت ولري په بېړه يې روغتون ته يوسئ.

Back to top button