د ماشومانو د ملاتړ صندوق: ۶۰ سلنه افغان ېنجونې له زده‌کړو محرومې دي

پنجره ورځپاڼه: یونیسف یا د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، روان نوی کال په افغانستان کې شپېته فیصده نجونې له زده‌کړو پاتې شوي دي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په باور د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه په مستقیم ډول د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلونکو نسلونو خپل منفي اغېز پرې باسي.

د یونېسف په باور د سما په څېر یومیلیون نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. بل لور ته د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې میشل ټایلر پرون په جینوا کې د سرپرست حکومت پر فرمانونو نیوکه وکړه، چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د نجونو د زده‌کړو او د مېرمنو د کار د بندیزونو په تړاو بیا بیا د ملګرو ملتونو او مرستندویه مؤسسو استازیو افغانستان ته سفر کړی دی او له طالبانو یې غوښتي، چې له داسې کړنو لاس واخلي، خو تر اوسه بریالي شوي نه‌ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button