لس ميليونه افغان ماشومان لوږې سره مخ دي

د ماشومانو د ساتنې نړۍ‌واله اداره وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا لس ميليونه ماشومان له لوږې سره مخ دي. 

د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ نړۍوالې ادارې په تازه خپاره شوي راپور کې ويلي، چې د اوکراین جګړې، کډوالۍ، افغانستان کې د څو کلونو دوامداره جګړو، اوزګارتيا او خراب اقتصادي وضعيت د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

ياده سرچينه زياتوي، چې دمګړی په افغانستان کې ۹.۷ ميليونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي او د نړۍوالو بېړنۍ مرستو ته اړتيا لري.

همداراز دغه اداره وايي، که نړۍوال مرستندويه بنسټونه پر وخت د افغان ماشومانو اوسني وضعيت ته رسيدګي ونه کړي، نو ښايي ګڼ شمېر ماشومان د لوږې له کبله له لاسه ورکړو.

د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ نړۍواله‌ اداره دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ويلي وو، چې شاوخوا شل ميليونه افغانان د خوړو کمښت او لوږې سره مخ دي.

Back to top button