د بلخ مرکزي مدرسه پرانیستل شوه

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې مرکزي مدرسه د طالبانو له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر له لوري د بلخ ولایت مرکزي مدرسه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې مدرسې په پرانیست غونډه کې
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، د یاد ولایت والي او ځينو نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی وو.

Back to top button