د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې

د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې
لنډيز:

لیکوال: استاد اجمل ښکلی

هسې خو د پښتو د معيارسازۍ هڅې له ډېرې پخوا نه پيل شوې. په نولسمه پېړۍ کې د امير شېر عليخان په دويمه پلا پاچاهۍ کې نظامي بولۍ پښتو شوې، خو په تېرو سلو کلونو کې د ملي او رسمي ژبې په توگه د پښتو د جوگه کولو په لړ کې دا هڅې گړندې شوې. په تېرو سلو کلنو کې د اعليحضرت امان الله خان په وخت کې د پښتو مرکه جوړه شوه، چې د قاموسونو او “يوازنۍ پښتو” او “پښتو پښويې” په نامه يې دوه کتابه خپاره کړل. قاموسونه له منځه تللي، خو وروستي دوه کتاب راپاتې دي. په دې کتابونو کې د پښتو د مياشتو نومونه او د نورو شيانو نومونه راغلې او د سياسي او درباري کسانو لپاره يې نوېزونه جوړ کړي. د پښتو مرکې زياتره کلمې موږ اوس نه کاروو، بلکې پر ځاى يې نورې کلمې کاروو، ځکه چې دا کلمې اساني نه لري او له مانيز پلوه رڼې نه دي.
تر پښتو مرکې وروسته د کندهار ادبي انجمن د وييرغاونې په برخه کې کارونه کړي. ورپسې پښتو ټولنې د املا په لړ کې څو غونډې کړې، چې لومړنۍ يې په ۱۳۲۱ کې او نورې يې په ۱۳۲۷ او ۱۳۳۷ کې کړې. پښتو ټولنې د وييرغاونې پر ځاى ډېر کار پر املا کړى.
تر پښتو ټولنې وروسته د پېښور پښتو اکېډمۍ هم د املا په برخه کې ستاينوړ کارونه کړي، چې په ۱۹۹۲ کې يې د باړه گلۍ سيمينار او تر دې وروسته يې گڼې غونډې کړې.
د اشخاصو په توگه وزير محمد گل خان موند، استاد حبيبي، حسين کوثر غورياخېل، عبدالصمد خان اڅکزي، استاد زيار او نورو کارونه کړي، چې هم د وييرغاونې او هم د املا برخه رانغاړي.
د پښتو د معيارسازۍ په لړ کې دا کارونه ستونزې هم لري، خو گټې او مثبت اړخونه يې ډېر دي؛ خو په نوي مهال کې د ژبې د بډاينې او معيارسازۍ طرحه مهمه گرځېدلې. د کومې ژبې لپاره چې دا طرحه نه وي، هغه ژبه ورو ورو له ليک نه غورځېږي. هيله دا ده، چې علمي مرکزونه او اشخاص دې برخې ته پاملرنه وکړي.
مهم وييونه: د ژبې طرحه، معياسازي، وييرغاونه، املا، پښتو مرکه، پښتو ټولنه، پښتو اکېډمي
سريزه:
د گاروين او ماتيو په اند د يوې ژبې معياري بڼه يوه ليکلې او تثبيت شوې بڼه ده چې د يوې ټولنې پاموړ برخې د ماډل په توگه منلې وي او کاروي يې او نسبتا ټاکلې ځانگړنې ولري(گاروين، ۱۹۷۳: ۲۵). دا ځانگړنې د هغو خصوصياتو، دندو او چلنونو ټولگه ده، چې په ټوله کې يې په ژبنيو(يا رغښتي) او ناژبنيو (يا دندو او چلنونو) ويشلاى شو. د گاروين او ماتيو په اند، د معيار بڼه لاندې ځانگړنې لري:
الف. ژبني متغير: دوه رغښتي ځانگړنې رانغاړي، چې يو نرم ثبات او بل دقت يا پوخوالى . مطلب دا چې معياري ژبه له اړتيا سره سمه بايد له يوې خوا ټيکاو(ثبات) ولري او بېلابېل جوړښتونه يې ټاکلي او ثابت وي او له بله پلوه د فرهنگي اوښتونونو پر وړاندې نرمښت ولري، چې پر يوه ځاى ولاړه پاتې نشي. همدا راز معياري ژبه بايد د نويو نومونو د ايجاد او د علمي او دقيق ليک وړتيا ولري.
ب. ناژبني متغير: دا څلور دندې او درې چلنونه رانغاړي. څلور دندې يې، پيوستونکى نقش يا دنده، جلاکوونکى نقش او اعتبار ورکونکى نقش سېمبوليکه بڼه لري او د مرجعيت نقش يې عيني اړخ لري. معياري ژبه د سيمه ييزو او ټولنيزو بڼو د ويونکو ترمنځ يو ډول يووالى او پيوستون پيدا کوي(پيوستونکى نقش) او هممهاله يوه ژبه له شاوخوا او خپلوانو ژبو بېلوي(جلاکوونکى نقش)؛ معياري ژبه خپلو ويونکو ته ټولنيز اعتبار پيدا کوي(اعتبار ورکوونکى نقش) او سمې او ناسمې وينا او ادبي خلاقيت ته يو معيار برابروي(د حيثيت نقش).
دا پاسني نقشونه په يوه ژبنۍ ټولنه کې د ژمنتيا ، وياړ او له نورمونو نه د خبرېدا درې چلنونه پيدا کوي. د ژمنتيا چلن د پيوستون او جلاکوونکي نقش، د وياړ چلن له اعتبار يا حيثيت ورکوونکي نقش او له نورمونو نه خبرېدا د مرجعيت نقش زېږنده دى( صادقي، ۱۳۶۳: ۴۵- ۵۵؛ گاروين، ۱۹۶۴: ۵۲۱- ۵۲۳ او گاروين، ۱۹۷۳: ۲۴- ۳۳).
د گاروين او ماتيو په اند، دا ژبنۍ او ناژبنۍ ځانگړنې په نورو ژبنيو بڼو کې هم په څه نا څه بڼه موجود وي؛ نو معياروالى يو ډول نسبي چاره ده او بشپړ او ايډيل معيار په عمل کې ډېر سخت دى.
د يوې ژبې معيارسازي يوه لړۍ ده، چې د ژبې يو ډول پکې په معيار بدلېږي او تلفظي، املايي او گرامري بېلگې يې تر نورو ټولنيزو او سيمه ييزو بڼو غوره گڼل کېږي او په پراخه کچه خپلېږي(آنسره، ۱۹۷۴: ۳۷۰).
د معيارسازۍ په لړ کې يوه د غوراوي او بله د پراختيا موضوع ده. راى(۱۹۶۳: ۷۰) د معيارسازۍ لپاره دوه پړاوونه راخلي: لومړى د يوې ژبنۍ بڼې غوراوى او دويم د همدې بڼې پياوړتيا او پراختيا، چې پايله يې پر نورو بڼو د دې بڼې برلاسى وي. په لومړي پړاو کې يوه بڼه د معياري ژبې په توگه ټاکل کېږي او په دويم پړاو کې د گرامري، تلفظي او املايي آرونو په ليکلو همدا بڼه پياوړې کېږي، چې په دې ډول يې د کارېدو ويجه(ساحه) پراخېږي او اعتبار يې ډېرېږي.
په دې ډول لومړى د يوې ژبې يوه بڼه چې له سياسي او ټولنيز پلوه برلاسې وي، غوره کېږي، ورپسې يې د ژبې طراحان د وييزېرمو، سيندونو، د گرامري، تلفظي او املايي کتابونو په ليکلو په يو ډول تثبيت شوې بڼې بدلوي.
انتخاب شوې بڼه بايد گڼې چارې ترسره کړي او په اداري، دولتي، ښوونيزه، ادبي او بله برخه کې خپله وړتيا وښيي، بايد له رغښتي پلوه گڼې شونتياوې ولري او له سبکي او وييز پلوه پراختيا ومومي او په نويو نومونو او کلمو سمباله شي. تر دې پړاوونو وروسته يوې بڼې ته معياري بڼه ويلاى شو. استاد حبيبي په ۱۳۱۳ ل کال د کب پر ۱۳ د “يوازې پښتو” په سرليک طلوع افغان ته سرليکنه کړې. په هغې کې يې چې کومې خبرې کړې، هغه د معياري ژبې په لړ کې د يادولو وړ دي: ” … د هرې ژبې ښه والى او د لمنې پلنوالى په دې سره ښکاره کېږي چې هغه ژبه پخپله دومره ارته وي، چې لويې لويې او خورا اوږدې ويناوې په دغه ژبه سره وليکلى سي او د پرديو ژبو څخه څه په گډ نه کې! هره ژبه چې ډېره روزلې سوې وي او ډېر ژوندون يې کړى وي، هغه هم د داسې چارو واک لري. …”(حبيبي، ۱۳۱۳: لومړى مخ). استاد د (د پښتو د علمي اصطلاحاتو يا نوو لغاتو وضع) په سرليک ليکنه کې د ژبې د بشپړوالي موارد ښودلي دي: د لغاتو ټولول او قاموس ليکل، د پښتو سوچه لغاتو پلټنه، د لغاتو وضع، د وضع اصول، پر پښتو د وضع د اصولو تطبيق(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۲۳ٌ). د استاد حبيبي وړاندې کړې طرحه د ژبې د معيارسازۍ له اوسنۍ طرحې سره ډېر توپير نه لري.
د معياري ژبې ټولنيز اعتبار تل يو ډول نه وي، بدلېږي، ځکه چي ټولنيز، فرهنگي او نور عوامل پرې مثبت يا منفي اغېز کوي. که مثبت اغېز پرې وکړي، ټولنيز دريځ يې لا پياوړى شي او که منفي اغېز پرې وکړي، ټولنيز اعتبار يې راکمېږي.
معيارسازي تجويزي بڼه لري. که معياري بڼه د څو گړدودنو له توکيو جوړه وي، نو د يوې ژبې ځينې اصول د معيار په توگه خپل او ځينې وغورځوي، مثلا پښتو د جمع کولو لپاره گڼ روستاړي لري. په معياري بڼه کې د اسانۍ او ثابتې قاعدمنۍ لپاره ځينې روستاړي راخيستل کېږي او بيا د هغوى لپاره ځينې قاعدې وضع کېږي، چې د “ونه” روستاړى به په ليکنۍ ژبه کې يوازې د بېسا او “آن” روستاړى به د ساکښو لپاره کاروو. يعنې يو وړانديز کېږي؛ خو په پښتو کې د “ونه” او “آن” کارونه په بېسا او ساکښو دواړو کې گډه ليدل کېږي. داسې په يوه ژبه کې گڼ امکانات وي، چې په معياري بڼه کې يې د ژبې طراحان ټول نه راخلي، ځينې يې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ انتخابوي. کله چې دا معياري ژبه جوړه شي، انسجام يې پر نورو گړدودونو اغېز کوي او ورو ورو دا تجويزې بڼې د ژبې برخې وگرځي او ژبه يوه او منسجمه بڼه ورخپله کړي.
د شلمې پېړۍ په سر کې چې ختيځ ته هم د ملتپالنې باد راوالوت. د يوې جغرافيې او يوه ملت د هويت لپاره د يوې ملې ژبې شتون اړين و. د افغانستان په لړ کې د هويت کار پښتو ترسره کولاى شو، ځکه چې پښتو د اکثريت ژبه وه/ ده، د افغانستان هويت يې له منځنۍ اسيا او ايران څخه رابېلاوه او دا د يوه افغان لپاره اړينه وه، چې له نورو بېل هويت ولري. د پښتو د معيارسازۍ لپاره “مرکه د پښتو” جوړه شوه. مرکې په ۱۳۰۱ کال “يوازينۍ پښتو” چاپ کړ. په دې کتاب کې د پښتو د اهميت په اړه لولو: “دا خبره هر يوه ته ښکاره ده چې د هر ټبر ژبه څو خپله نسي او ليک او ليکى(کتاب) يه(يې) په خپله ژبه نسي، لوړتوب او پوره والى نسي درلودلاى او د پردي له اړي نسي وتلاى….” د استاد رفيع په وينا په دې کتاب کې عقيده ښکاره شوې چې د ملي ژبې روزنه د ملت د مشرانو په وسيله کېږي او ملي مشران د نورو کارونو په څنگ کې لومړى د خپل ملت ملي ژبه روزي؛ نو په دې باب ليکي:
“دا دى نن ورځ لومړى پک(وخت) د پښتانه د ټولواکۍ بلل کېږي، مشر بادار د پښتانه(الغازي امير امان الله خان) چي په کلو زوى او په پوهانده پلار د تير سوو(د اوسنيو پښتنو دى) په دې راز د لوړتابه د ټبر او د ودانۍ د خپلې مېنې پوه سو چې د تورې مټ د کښي(قلم) بې مټه نه ځلېږي او پردى کټ تر ننگړې شپې دى، نه خپلېږي او د هېڅ ولس مېړانه د بل ژبه پر ټوله مځکه نه خپرېږي؛ نو يې و ټبرې ژبه خپله ته مخه سوه، چې هرو مر دې خپله ژبه بشپړه سي او په ټولواکۍ او ټولواگۍ (سلطنت او سياست) کې دې بله ژبه نه ښوري. ټول پوهاند سړي د گردې مځکې د دې ووى(حکم) په گټه پوهېږي، چې دا څه پاشلى دى او اخيستنه به يې څه وي”.
هغه وخت د پښتو دې ملي نقش ته علامه محمود طرزى متوجه شوى و، چې افغانستان ته يو بېل هويت ورکولاى شي؛ نو يې په سراج الاخبار افغانيه کې مستقيم نامستقيم دولت او ځوانان د پښتو بډاينې او د يوې ملي او رسمي ژبې په توگه جوگه کولو ته هڅول. د دويم کال په نهمه گڼه کې يې د (مبحث زبان) په ستون کې د “زبان افغانى اجداد زبانها است” تر سرليک لاندې يوه مفصله مقاله خپره کړه، چې د پښتو ژبې پر اصالت او لرغونتوب يې پوره رڼا اچولې ده. د همدې گڼې په ۱۱ مخ کې يې په يوه جدول کې (پلار، مور، خور، ورور او لور) کلمې په پښتو، فارسي، سانسکريت، کردي، ارمني، لاتيني، جرمني، انگليسي او فرانسوي ژبو کې پرتله کړې دي او دا يې ثابته کړې چې “زبان افغانى اجداد زبانها و ملت افغانى اجداد اقوام اريانها) دى (کرزى، ۲۰۱۳: ۱۱۵). موږ پوهېږو، چې د مرحوم طرزي دا خبره د تاريخي ژبپوهنې څېړنو پر بنسټ سمه نه ده، خو له دې خبرو د ملتپالنې خوږ وږم لټېږي، چې طرزي په دې خاطر دا کار کاوه، چې پښتو د افغانستان د ملي تشخص جوگه شي.
د خپلواکۍ تر ترلاسه کېدو وروسته چې د هېواد د هر اړخيز پرمختگ او بدلون لپاره پلانونه جوړ شول، ادارې رامنځته شوې او قوانين راووتل. د پښتو ملي ژبې د روزنې، پالنې او رسمي کېدلو ضرورت هم احساس شو. د وخت ټولواک اعليحضرت غازي امان الله خان له پښتو سره شخصا زياته علاقه وښوده او سربېره پر دې چې پخپله يې په پښتو خبرې کولاى شوې، ويې غوښتل چې د هېواد دا ملي او لرغونې ژبه بايد راژوندۍ شي او محسوسه يې کړه چې د يوه ملت ژوند بې د ملې ژبې له درلودلو نه ناممکن دى، همدا وو چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې يې د پښتو مرکه چې “مرکه د پښتو” يې نوم پرې کېښود، جوړه او د پښتو مرکې فاضلو غړو د پښتو روزنې او پالنې لپاره يې لېچې وغړلې(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۴۵).
۱- د پښتو د معياري سازۍ تاريخ
هسې خو د پښتو د معيارسازي په هڅو پسې د تاريخ څراغ راواخلو، نو تر پير روښان او خوشال پورې يې رسولاى شو، خو د معيارسازۍ دا اصطلاح له لويديځه راغلې دومره پخوانۍ نه ده. په نوې بڼه د پښتو د معياري سازۍ لومړنۍ نښې د امير شېر علي خان په دويمه پلا واکمنۍ کې ليداى شو، چې پوځي نومونې پښتو شوې.
خو زموږ موضوع د پښتو د معيار سازۍ سلن کلن تاريخ دى، چې د غازي امان الله خان له وخته له “مرکه د پښتو” پيلېږي او تر اوسه رارسېږي. په دې دومره موده کې د پښتو د معيارسازۍ گڼې دولتي او نادولتي هڅې شوې. د ټولنو، اکاډميو په بڼه او په شخصي هڅو. دا ټولې هڅې موږ د معيارسازۍ له مخې په څو ډلبنديو ويشو. دا هڅې که وشنو، نو لومړنى مرکز يې “مرکه د پښتو” ده.
۱- مرکه د پښتو:
دا مرکه د اماني دورې په لومړنيو تشکيلاتو کې شامله او د پوهنې وزارت له درېگونو رياستونو نه د يوه ځانگړي رياست په توگه رامنځته شوې وه. پښتو مرکې وروسته د لومړي او دويم رييس په نامه دوه رييسان درلودل، چې يو ارواښاد مولوي عبدالواسع خان او دويم ارواښاد عبدالرحمن خان لودين و(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۴۶-۱۴۷).
د دې مرکې دندې د پښتو لپاره د قاعدو جوړول او د درسي کتابونو ژباړه او نقلول ښودل شوي:
“لپاره د ضبطو جوړول او اېښودل د قاعدو د ژؓبې د پښتو او لپاره د نقل او ترجمه کول د درسيه کتابو په ژبه د پښتو سره، يوه مرکه د پښتو جوړېږي او دا مرکه د پښتو به (په) مرکه د معارف تړلې وي”(نظامنامه: ۳۱)
پښتو مرکې د دوو رييسانو په گډون دولس غړي درلوده، چې د پښتو د بېلابېلو لهجو خلک پکې شامل وو. له دې مرکې نه څلور کتابه راپاتي دي، چې دوه يې قاموسه دي، چې له منځه تللي او په دوو نورو کې يې يو “يوازنۍ پښتو” او بل ” پښتو پښويه” ده.
يوازنۍ پښتو په ۱۳۰۱ کې په ۱۵۲ مخونو کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې خپره شوې. د کتاب ځانگړنه دا ده، چې ټول په يوازې پښتو دى. د مرکې غړو هڅه کړې، چې د هرې عربي يا دري کلمې په انډول پښتو ويى پيدا کړي. که په ولس کې يې دا ويى نه دى موندلى، بيا يې ورته له وييزې مانا سره سم جوړ کړى. کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې عبدالوهاب کاميي ليکلى چې يوه يوه کلمه ده او دويمه برخه يې محمد زمان ليکلې او مکالمې دي(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۵۲).
د کتاب په لومړۍ برخه کې د پښتو د ځانگړو غږو توري ښودل شوي، چې يوازې “ځ” پکې بېل دى، چې “ح” ته پکې لاندې باندې ټکي ايښودل شوي. په دې کې وختونه، ورځې، لمريزې او قمري مياشتې، د وجود غړي، د معيوبو کسانو نومونه، د کاليو نومونه، د ليک او لوست اوزار، د رنگ ډولونه، د افغانستان سيکې او د تول اوزار، د مېوو، ونو، گلو نومونه، د غلې ډولونه، د کر د شيانو نومونه، د کسبگرو نومونه، د کسبگرو د اړتياو وړ شيانو نومونه، د خپلوانو نومونه، د خوړو نومونه، د شاهي کورنۍ او نظامي منصبدارانو نومونه، د حلالو او حرامو څارويو، حشرو او مرغانو نومونه او ورځنۍ مکالمې لنډې راغلې دي.
په دې کتاب کې “کې او چې” په همدې اوسنۍ بڼه او “يې” د “يه” په بڼه ليکلې. لنډه “ي” په اوسنۍ بڼه او اوږده “ې” کله د اردو غوندې په پرته “ے” ليکي. په ځينو توريو ته زور، زېر او پېښ ورکوي او د اضافي ترکيب جوړښت يې د دري غوندې دى(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۵۶- ۱۵۷).
“پښتو پښويه” بيا په ۱۳۰۲ کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې چاپ شوى، چې ۱۴۴ مخه لري. دا د پښتو صرف و نحو دي. دوه برخې لري، چې لومړۍ يې د صرف و نحو قواعد دي او دويمه يې د پښتو مصدرونو ليست دى.
۲- د پښتو ادبي انجمن:
دا انجمن په يوه پرتمينه غونډه کې په ۱۳۱۱ کې په کندهار کې جوړ شو، چې د کندهار د هغه وخت د تنظيمه رييس وزير محمد گل خان مومند پکې لوى لاس و. دا انجمن د پښتو ژبې د ودې او بډاينې لپاره جوړ شو، چې دنده يې د پښتو مجلې خپراوى، له ولسه د پښتو لغتونو راټولول، د پښتو ادبي آثارو راټولول، د درسي کتابونو ژباړه، د علمي، تاريخي او نورو کتابونو ژباړه، د پښتو د يوه ملي کتابتون جوړول او د پښتو په اړه د ملت ذهنيت جوړول وو.
دې انجمن بېلابېل غړي درلودل او د پښتو د غني کولو او معياري کولو لپاره يې گټورې هڅې وکړې، چې يوه لويه هڅه يې د پښتو مجلې خپرول وو، چې رنگارنگ تاريخي، ټولنيز علمي او اقتصادي موضوعات او فوکلوري مسايل پکې خپرېدل. په دې مجله کې د “پښتو صرف و نحو” په نامه د ژبې برخه هم وه. پر دې سربېره د ابېڅې په ترتيب يې د پښتو کلمو تعبير او تفسير هم پيل کړى و.
د پښتو ادبي انجمن د ژبې د زده کړې په برخه کې د معلم پښتو، پښتو خبرې او پښتو ښوونکى کتابونه هم خپاره شوي. پر دې سربېره يې مشاعري هم کړې.
۳- پښتو ټولنه:
د کندهار له پښتو ادبي انجمن او د کابل له انجمن نه په ۱۳۱۶ کال کې پښتو ټولنه جوړه شوه، چې دنده يې د استاد حبيب الله رفيع په اند، د افغانستان د تاريخ تدوين، د ژبې او ادب د ودې لپاره د ولسي پانگې(فوکلور) راټولول، د عصري ژبې په توگه د پښتو جوگه کول، د کابل مجلې په مټ د ژبې او ادب پياوړتيا.
په ۱۳۳۳ کال د پښتو ټولنې د دندو او موخو په اړه نوى گام پورته شو. له ليکوالو نه د ملي ژبې د پرمختگ، عصري کولو او علمي کولو په موخه نظرونه وپوښتل شول، چې بيا په يوه غونډه کې د پښتو ټولنې تگلاره په ۵۶ ماده کې ترتيب شوه، چې د پښتو د پرمختگ لپاره پکې پر گڼو مادوه سربېره د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د اړتيا له مخې د نويو نومونو جوړول هم شامل وو(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۸۰). خو پښتو ټولنې تر وييرغاونې ډېره توجه د زړو دېوانونو په چاپ د ولسي ادبياتو پر راټولولو او املا وکړه.
پښتو ټولنې په پيل کې د تاليف او ترجمې، ادبياتو، نشراتو او د پښتو لغت، صرف او نحوې څانگې درلودې. د کابل مجله، کالنۍ، د کتابونو خپرول، د زېري جريدې خپرول، د دايره المعارف خپراوى، د هېواد جريدې خپرول او مشاعرې او سيمينارونه جوړول.
د پښتو ټولنې په کابل مجله کې پر گڼو ټولنيزو موضوعاتو د پښتو ژبې د لرغونتيا، تحول، گړدودونو، پښويې او پانگې په اړه ډېرې علمي ليکنې وشوې.
پر دې سربېره پښتو ټولنې د قواعد پښتو، لغوي څېړنه، پښتو گرامر، د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، املا او انشاء، ليکوالي او نور آثار د ژبې په برخه کې چاپ کړي او همدا ډول يې د پښتو املا د يووالي په موخه په افغانستان دننه او د پښتونخوا له پښتنو سره غونډې کړې دي.
پر دې سربېره پښتو ټولنې تراوسه د پښتو د گړدودونو قاموسونه جوړ کړي او له پښتو پښتو تشريحي قاموس سره سره يې گڼ نور قاموسونه خپاره کړي.
۴- پښتو اکېډمي:
پښتو اکېډمي(پېښور) په ۱۹۵۵ کې د مولانا عبدالقادر په مشرۍ جوړه شوه، چې اووه ويشت ماده يي پلان يې درلوده، چې زياتره مادې يې د پښتو ټولنې د طرحې مادو ته ورته دي، چې د پښتو زاړه دېوانونه به خپروي، ولسي ادب به راټولوي. څرنگه چې موږ پوهېږو، چې پښتو اکېډمي له پښتو ټولنې سره په سيالۍ جوړه شوه؛ خو دې سيالۍ پښتو ادب ته ډېره گټه ورسوله. د پښتو اکېډمې د برنامې څو مادې د پښتو له معيارسازۍ سره نېغې اړيکې لري، يوه د پښتو د لهجو قاموس، چې په دې لړ کې اکېډمې د پښتو يو څو ټوکيز قاموس خپور کړى، دوه، د پښتو د املا يووالى، چې په دې لړ کې يې پر ۱۹۹۲ کال په باړه گلۍ کې د لرو پښتنو يو گډه درې ورځنۍ غونډه، درې، اکېډمي به د دمشق، مصر، ايران او پښتو ټولنې غوندې نوې کلمې جوړوي، چې د وضع کولو واک به يې له اکېډمۍ سره وي؛ خو موږ پوهېږو، چې د وييرغاونې په لړ کې د پښتو اکېډمۍ کار په نشت حساب دى.
۵- اشخاص:
په نړۍ کې بالعموم د ژبو د معيارسازۍ طرحه علمي مرکزونه جوړوي او عملي کوي، چې علمي بڼه ومومي او د عملي کولو امکان يې ډېر وي؛ خو د پښتو د معيارسازۍ په برخه کې تر علمي مرکزونو ډېر کار اشخاصو کړى، چې په دوى کې استاد مجاور احمد زيار تر نورو مخکښ دى.
په شلمه پېړۍ کې وزير محمد گل خان مومند تر نورو مخکې پښتو ته نوې کلمې جوړې کړې. دويم سړى استاد عبدالحى حبيبي دى. د استاد رفيع په اند، د پښتو د بشپړتابه لپاره چې کوم گامونه استاد حبيبي اوچت کړي دي، هغه په معاصره دوره کې د پښتو د سوچتابه په پيلامه کې درېږي او د استاد هڅه په دې برخه کې مشکوره ده.
په پښتونخوا کې هم ځينو کسانو د پښتو د وييرغونې او املا د سمون خپرې ورې او محدودې هڅې کړې، چې ولي محمد طوفان، لطيف وهمي، نصر الله خان نصر، محمود سنجري، حسين کوثر غورياخېل، محمد شاه خيال، حمزه شينوارى، فضل الحق شيدا، عبدالصمد خان اڅکزي او قلندر مومند.
عبدالصمد خان په دې اړه په خپل اثر (پښتو ژبه او ليکدود) کې درې اصلو ته اشاره کوي، يو چې خپله کلمه وي، پردۍ به نه کاروو، دويم، نوې کلمې به جوړوو، درېېم، پردۍ کلمې به په خپل تلفظ ليکو، لکه عبدالحق په اودل هک، عبدالصمد په اودل سمد او نور(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۲۸).
د اشخاصو په توگه تر ټولو ډېر کار استاد مجاور هم زيار کړى، چې له گڼو اختلافونو سره هم مخ شوى؛ خو استاد زيار دا يو شخصي نه بلکې يو غورځنگ بولي. د هغه په خپله وينا: “په ټوله مانا يو پرله غښتى علمي- تخنيکي پښتو نيولوجيزم په کابل پوهنتون کې زموږ د ((يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ له منځته پيلامې(۱۹۷۲) سره رانښلول کېږي. په دغه څه له پاسه څلوېښت کلن مهالپېر کې د بېلابېلو پوهنيزو او فرهنگي څانگو زرگونه نومونې(اصطلاحات رغول شوي او تراوسه يې زياته برخه دود شوې او پاتې هغه يې هم پرلپسې دود مومي” (پښتو وييپوهنه او وييرغاونه، ۱۳۹۳: ۱۴۰).
استاد زيار په ادب او ژبپوهنه کې گڼ کتابونه لري. په ژبپوهنه کې د استاد زيار پر پښويه او ماناپوهنه سربېره گټور کار په وييپوهنه(۱۳۹۳)، ليکلارښود(۱۳۸۶) او د هممانيزونو سيندگي(۱۳۷۳) کې کړى. استاد زيار په ليکلارښود کې د املا او وييرغونې په اړه ډېرې خبرې کړې دي، لکه يوځاى ليکل او بېل ليکل يا د کلمو د کره او ناکره بڼو بيلول او همدا ډول مهمه برخه يې نوېزونه دي.
۲- د پښتو د معيارسازۍ څرنگوالى
د ژبې معيارسازې د ژبنۍ طرحې يوه برخه ده، چې يو هېواد يې د يوې ژبې د رسمي کولو يا ملي کولو لپاره کوي. دا طرحه د ژبې په ټولنپوهنه(Sociology of Language) کې مطالعه کېږي. د ژبې ټولنپوهنه پر ژبه د يوه ټولنيزې ښکارندې په توگه غږېږي او ټولنيز ارزښت يې رابرسېره کوي. پر ژبنۍ طرحه سربېره جنسيت، سن او گڼ نور ټولنيز موضوعات د ژبې په ټولنپوهنه کې مطرح کېږي.
څرنگه چې زموږ موضوع د پښتو ژبې معيارسازي ده، دلته به يې پر همدې برخه خبرې وکړو.
د يوې ژبې معيارسازي يوازې په املا پورې نه محدودېږي، بلکې وييرغاونه هم رانغاړي.
۱- وييرغاونه:
وييرغاونه د ژبې د معيارسازۍ له نورو اړخونو سره هممهاله روانه وي، چې د نويو مفاهيمو لپاره نوې کلمې جوړېږي. دا چاره کله د څېړنيزو دولتي مرکزونو لکه اکاډميو له خوا وي او کله شخصي وي.
کلمې د ژبې د نورو توکيو پر خلاف خپلواک توکي دي، چې د نويو شيانو په راتگ سره پکې بدلون راځي او د نويو افکارو، شيانو او ښکارندو په راتگ په يوه ټولنه کې نوې کلمې جوړېږي.
په ژبه کې د نويو کلمو د جوړولو لارې دوه دي، يوه دا چې پخپله په هغه ټولنه کې د فرهنگي بدلونونو په پايله کې نوې پديدې راپيدا شي او دې نويو پديدو ته نوې کلمې جوړې شي، چې دې ته طبيعي وييرغاونه وايي. دويم ډول يې دا ده، چې د بلې ټولنې فرهنگي بدلونونه او پديدې يوې ټولنې ته راشي، نو دلته له دې دويمې ټولنې سره دوه لارې دي، يوه دا چې د دې نويو راغليو پديدو ټاکلي نومونه هم ومني، چې دې ته پورونه وايي او د پور وييونو په بڼه په يوه ژبه کې موجود وي، دويمه لار يې دا ده، چې د دې نويو تخنيکي پديدو او علمي نومونو لپاره خپلې کلمې جوړې شي، چې دې ته وييرغاونه وايي، لکه تليفون، موټر، کمپيوټر او همدا ډول علمي نومونې(مدرسي، ۱۳۹۶: ۳۱۰).
د وييرغونې په چاره کې يو خطر دا شته، چې که په افراطي بڼه د ژبې د سوچه کولو او نويو وييونو رغونه پيل شي، ژبه له انزوا سره مخوي او ويونکو ته يې نااشنا کوي؛ خو ژبه د نورو ټولنيزو پديدو غوندې تل د بدلون په حال کې وي، که له نويو پديدو او شرايطو سره ځان جوړ نه کړي، د مرگ وېره يې زياتېږي، ځکه نو ژبه د خپلې بډاينې په خاطر چې د هر ډول علمي او ټولنيزو پديدو ته ځواب ولري، بايد وخت په وخت ورته نوې کلمې جوړې شي. نوې کلمې ژبه د نورو ژبو له احتياجه ژغوري او په خپلو پښو يې دروي. که ژبه همداسي پرېښودل شي او د وييرغونې پر ځاى يې پورونه ډېر شي، ژبه ورو ورو له منځه ځي.
په تېرو سلو کلو کې لومړى گام د وييرغونې په لړ کې پښتو مرکې اخيستى. پښتو مرکې په بېلابېلو برخو کې په لسگونه کلمې رغولې دي، چې لويه برخه يې سياسي او د نويو مفاهيمو ژباړه او ورته انډول موندل دي. په دې کې داسې کلمې شته، چې اوس يې د مانا له پلوه بدلون کړى، مثلا: پښتو مرکه “خبريال” د ورځپاڼې لپاره ليکلى، چې اوس د خبرنگار لپاره کارېږي او زياتره يې اوس مړې دي، چې اوس موږ ته نااشنا دي، مثلا قلم ته د کښي، کتاب ته د ليکي، کتابچې ته د ليکۍ کلمه او داسې زياتره اوس موږ نه کاروو.
په دې کلمو کې د نويو چاپي شيانو لکه مطبعې لپاره ټاپن ځي، چاپ لپاره د ټاپ کلمې هم شته دي. د پښتو مرکې دا کلمې ولې تراوسه و نه پايېدې، د دې گڼ ټولنيز او سياسي لاملونه دي، خو ژبني لاملونه هم لري. د ژبې طراحان د نوېزونو يا وييرغاونې لپاره درې اصله په پام کې لري، يو دا چې نوې جوړه کړې کلمه په اسانه ياده شي، دويم دا چې د مانا له پلوه رڼه وي او مفهوم سم ورسوي، درېيم دا چې د ټولنې له روان او دود سره همغږي ولري(هاگن، ۱۹۶۶: ۶۱-۶۴). د پښتو مرکې جوړې کړې زياتره سياسي او د نويو پديدو لپاره رغولې کلمې دا درېواړه ستونزې لري، ځينو يې لومړى اصل پوره کړى، خو د مفهوم له پلوه رڼې نه دي، لکې د پلورى وزر يا مخ بهاندى يا انځور، همداسې يې يې ځينو دويم اصل پوره کړى، خو وروستى اصل يې نه دى پوره کړى.
تر مرکې وروسته بيا تراوسه پورې پښتو نوېزونه دا ستونزې لري او د دې يوه ستونزه دا ده، چې زياتره يې د افرادو په هڅو رغېدلي، چې بايد په علمي مرکزونو کې پرې ډله ييز کار شوى واى.
استاد حبيب الله رفيع په (ژبپالنه) کې د پښتو مرکې جوړې کړې کلمې راخيستې دي. په دې کې د ورځو نومونه دي، چې موږ يې اوس نه کاروو، لکه تشه ورځ(شنبه)، دويمه ورځ، ورپسې ورځ، لاس پورې ورځ، ښه ورځ او ټولۍ ورځ(جمعه). همدا راز قمري او لمريزې مياشتې پښتو شوې، چې موږ تر ډېره ساتلې دي. د فصلونو نومونه راغلي او د آباد کال لپاره د بښکالۍ کلمه کارېدلې، چې موږ يې اوس نه کاروو.
پښتو مرکې د ليک و لوست د شيانو لپاره هم نومونه وضع کړي: کښى(قلم)، مشواڼۍ، دودۍ(سياهي)، ښکلى(کاغذ)، پټۍ(تخته) کښى ځى(قلمدان)، کرښى(خط کش)، کرښه، پاڼه، مخ(صفحه)، ليکى(کتاب)، ليکۍ(کتابچه)، ليکى خونه(کتابتون)، وچ کښى(پنسل)، لښتى(جدول)، لوستنځى(مکتب)، لوستنځۍ(مدرسه)، ښوونکى، زده کړى(شاگرد)، کړاوليک(مشق)، کړاو ليکى(مشاق)، لاسليک(امضاء)، کمرکه(المارۍ)، ونج(مېز)، ونجړى(ووړ مېز)، پېړۍ(چوکاټ)، ونج تورى(مېزپوش)، انځور(اسباب جدول کشى)، ټاپ(چاپ)، ټاپن ځاى(مطبع)، خبريال(اخبار)، کښيده(نقشه)، سيورن(سايه بان)، ليرليدى(دوربين)، وړنگى(ذره بين).
په دې کلمو کې موږ لاسليک کلمه ساتلې او استاد زيار د لښتي(جدول) او کړاو کلمه راخيستې.
د واکمنۍ کورنۍ او نظامي مامورينو نومونه: لوړ درشل(اعليحضرت)، ټولواک(سلطان)، پاسوال(پاچا)، ووى وال(امير)، پاسوال زى(شهزاده)، پاسوالزۍ(شاه لور)، پلازمېنى، بادار(صاحب)، الس(ملت)، پاسلى(رعيت)، ټبر(قوم)، وزرتون(وزارت، وزر(وزير)، لوى وزر(لومړى وزير)، غزا وزر(وزير حربيه)، دباندينى وزير، مېنې وزر(د کورنيو چارو وزير)، پوهنې وزر، پلورى وزر(وزير تجارت)، کرل وزر، مخ وزر(وزير حضور)، مخ بهاندى(شاه غاسي)، لورى مرکى مشر(رييس مجلس شورا)، مرستى(ياور)، سلا شوونى(مستشار)، انگړمشر(قلعه بيگي)، مخ ليک مشر(سر منشى حضور)، گڼون مشر(مستوفي)، بهاندى(مدير)، پاز بهاندى(دفتري)، بهاندى مرستى(معاون مدير)، پازوال(مامور)، ليکوال(نويسنده، محرر)، بهانځى(مديريت، اداره)، گاټ بهاندى( د گمرک مدير)، گڼون بهاندى(مدير محاسبه)، پازوال بهاندى(مدير مامورين)، پاڼې بهاندى(مدير اوراق)، ليک بهاندى(مدير تحريرات)، چرلاو بهاندى(مدير ماشين خانه)، لېږون بهاندى(مدير پوسته خانه)، خبريال بهاندى(د اخبار مدير)، سړون بهاندى(مدير نفوس)، اخيست بهاندى(مدير تحصيلي)، لار بهاندى(مدير معابر)، پيودل بهاندى(مدير تنظيمات)، پلټوونکى(مفتش)، اخيستوال(تحصيلدار)، ټولتون(مجلس)، کلي مشر(قريه دار)، وړاستولاى(سفير)، وړاستولتون(سفارت)، استولاى(قونسل جنرال)، استولتون(قونسل جنرالي)، ووړ استولاى(قونسل)، ژب پوهان(ترجمان)، واکوال(وکيل)، پلور واکوال(وکيل التجار)، بربرى(بيرغ)، لويناب ځى(ايالت، نائب الحکومتي)(۱۱۸-۱۲۱).
په پښتو کې موږ وينو چې په معاصر وخت کې دا چاره د دولتى مرکزونو پر ځاى اشخاصو کړې او له همدې امله تر نيوکې لاندې هم راغلې، ځکه چې له يوه پلوه د واک خبره ده، چې که هر چا ته د نويزونو د جوړولو اجازه ورکړل شى، په ژبه کې گډوډي پيدا کېږى او دويم دا چې د مرکزونو کار تر افرادو علمي وي،ځکه د هرې څانگې پوهانو پکې ښکېل وي، چې يوه نوې کلمه له بېلابېلو اړخونو ځيري؛ خو له بده مرغه چې دا چاره له مجبوريته اشخاصو ته پاتې ده، په تېره استاد مجاور احمد زيار چې کوم کارونه کړي، ښايي ځينې پکې د نيوکې وړ وي، خو ډېر پکې د ستاينې وړ هم دى، ځکه چې د پښتو له خپلواکۍ او ځان بساينې سره يې مرسته کړې.
خو دا هڅې بسنده نه دي، ځکه يو کس يوازې تر خپله وسه کار کولاى شي. پر دې بنسټ دا بيا هم د علمي مرکزونو، په تېره د علومو اکاډمۍ کار دى. اوس چې پر نويو پديدو او نويو تخنيکونو سربېره هره نظريه خپلې نومونې لري او که دا ټول پښتو ژبې ته مخه کړي، پښتو به له ننگونې سره مخ کړي. پکار ده، چې اکاډمۍ ته دا واک ورکړل شي، چې د نويو علمي او تخنيکي پرمختگونو پر وړاندې فعال غبرگون وښيي او نومونه ورته وټاکي. مثلا که د علم له بېلابېلو څانگو راتېر شو او يوازې ژبپوهنې ته راشو او يو څوک پر ادراکي ژبپوهنه کار کوي، هلته له گڼو نومونو سره مخېږي، اوس دا شخص اړ دى، چې دې نومونو ته له خپله انده نومونه جوړ کړي، يعنې د وييرغاونې دنده هم پر غاړه واخلي، چې دا له يوې خوا دروند بار دى او له بلې خو د څېړونکي کار له خنډونو سره مخوي؛ خو که علمي مرکزونو مخکې له مخې په دې لړ کې قاموسونه جوړ کړي وي، له يوې پلوه به د علم د يوې حوزې مخه به راخلاصه وي ژبې ته او ژبه به ورسره بډايه شي او له بله پلوه به څېړونکو او لوستونکو ته علمي ستونزې هوارې شوې وي.
د استاد حبيبي وضع کړې څو بېلگې استاد رفيع(۱۳۹۷: ۱۲۳-۱۲۵) راخيستې: ليرليک(ټيلگراف)، بشرليک(فوټوگراف)، ږغ ليک(فونوگراف)، مځک ليک(تاپوگراف)، ژوندليک(بيوگرافي)، ډبرټاپو(ليټوگراف)، اوبلن(مايع)، ډبرين(متحجر)، لمرنى(شمسي)، پانگمن(سرمايه دار)، ليرليد(ټيلسکوپ)، غارمه ښوونکى(ترماميتر)، برېښناښوونکى(الکتروميټر)، هډپوهنه(اټولوجي)، ووړليد(ميکروسکوپ)، يوتوپ، يووالى(فيدارسيون)، ږغ پوهنه(فونولوژي)، سړي پوهنه(انتروپولوجي)، ارواپوهنه(سايکولوژي)، ورمکړى(ميکروب)، ستاينه(ايولوجي)، غوږکتونکى(اتولوکوپ)، اوبجوړوونکى(اوديوميټر)، روزنه، پالنه(پيداگوجي)، ږغ سم(ميکرافون)، زوړپوهنه(ټاليولوجي).
د استاد حبيبي جوړ کړي نومونو اوس هم موږ کاروو او د دې ژبني لاملونه دا دي، چې تلفظ يې اسان دى، مانا يې رڼه ده او په ولس کې ريښه لري، چې دا ځانگړنې د مرکې په نوېزونو کې نه وينو.
ارواښاد عبدالصمد خان چې کوم نوېزونه جوړ کړي، په هغو کې د محکمې لپاره د ميانځگرۍ، جمهوريت لپاره د ولسواکۍ، د کلچر لپاره د ژواک، د خود غرض لپاره د خپلچاري او د منتقم لپاره د غچن کلمې دي.
د وييرغونې لپاره بېلابېلې لارې په پام کې نيول کېږي، يوه لار يې د بلې ژبې د نومونې ژباړه ده، مثلا په پښتو کې د internet لپاره د جال او د website لپاره د ويبپاڼې نومونه يا د Airport لپاره د هوايي ډگر کلمه. که نوم ترکبيي وي، کله يې يو ټوک او کله ټول ژباړل کېږي. ژبپوهان دا ډول وييرغاونه ښه نه بولي، ځکه چې د پردۍ ژبۍ جوړښت او اغېز پکې پاتې شي، چې د وخت په تېرېدو سره پر ژبه ناوړه اغېز کوي(نجفي، ۱۳۶۱: ۴- ۱۵). په پښتو کې د مرکې جوړې کړې کلمې دا ځانگړنه لري او دا ځکه چې د مرکې گام لومړنى گام و، چې د کلمې کټمټ ژباړه يې کړې.
دويم روش دا دى، چې د يوې پديدې نقش يا ځانگړنو ته کتل کېږي او بيا ورته يوه کلمه جوړه شي، لکه په پښتو کې د Airplane لپاره د الوتکې کلمه. درېيمه لار دا ده، چې په ژبه کې له مخکې شته کلمې مانا پراخېږي او له زړې مانا سره نوې مانا ورخپلوي، لکه د هليکوپټر لپاره د چورلکې کلمه يا د فونيم لپاره د غږ کلمه يا د Department او profession لپاره په پښتو کې د څانگې د کلمې کارونه . په دې لړ کې د څانگوالو ښکېلول پکار دي، چې د کلمو له دندو او قرينو خبر وي. په پښتو کې د استاد زيار نوېزونه له وړې برخې پرته دا ځانگړنه لري. د استاد زيار د ليکلارښود زياتره اشتقاقي او ترکيبي نوېزونه دي، خو ځينې پکې له پخوانو متونو هم راخيستل شوي.
همدا راز له لنډيزونو کار اخيستل کېږي(تالي، ۱۹۷۴: ۶۰- ۶۱). يعنې که نوم اوږد وي، لنډيز يې کارېږي. استاد وزېر محمد گل خان مومند فرهنگ ته د “هڅوب” کله کارولې، چې د “هغه، څه، ولسونه ، بېلوي” لنډيز(مخفف) دى مانا يې “هغه څه چې ولسونه بېلوي” ده.
د پښتو وييرغونې په تاريخ کې له دې ټولو لارو کار اخيستل شوى، خو وروستنى د لنډېزونو هغه ډېر کم پر کار لوېدلى. مرحوم عبدالصمد خان اڅکزي هم په “پښتو ژبه او ليکدود” کې د نوېزونو د جوړولو او د ځينو په خپل ژبني سيستم د ليکلو سپارښته کړې.
د اشخاصو په توگه د وييرغونې په برخه کې تر ټولو ډېر کار استاد زيار کړى دى او له همدې امله يې ځينې حساسيتونه هم راپارولې. پر استاد يوه نيوکه دا ده، چې استاد د وييرغونې په لړ د لهجوي او پخوانو کلمو د بيا راژوندي کولو خبره خو کوي(وييپوهنه: ۲۳مخ)؛ خو ډېره اډانه پر نوېزونو لگوي او گړدودنو او ارکايزمونو ته کمه پاملرنه کوي(هوتک، ۲۰۰۷: ۶۵). بله نيوکه پر استاد د ژبې د سوچه کولو، په تېره د افراطي سوچه کولو تور دى او وايي، چې استاد هغه پور کلمې هم له پښتو ايستل غواړي، چې خلکو منلي. استاد روهي(۱۳۵۶: ۵۱- ۵۲) چې د پښتو ټؤلنې رييس و، ويلي وو: ” يو زيات شمېر خلک فکر کوي، چې دا نوي لغتونه به د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوي وي… ځينې پر مونږ انتقاد کوي او وايي چې مونږ د راديو په خبرونو نه پوهېږو، تاسې ولې هره ورځ نوي لغتونه جوړوئ. پښتو ټولنې په دې برخه کې له مسؤولو مراجع څخه غوښتنه وکړه چې که دوى نوي لغتونه او اصطلاحات خپروي، بايد د پښتو ټولنې سلا او مشوره وغواړي… زما شخصي نظر دا دى، چې په افراطي بڼه د پښتو سوچه کول به ژبه له ويونکو څخه تجريد کړي. افراطي تصفيه نه ضروري برېښي او نه ممکنه”.
پر استاد دا نيوکه ښيي، چې کار يې تر رسنيو رسېدلى و. د استاد زيار په اند، د رسنيو اوسنۍ ژبه د کره پښتو د غورځنگ برکت دى، چې ورو ورو پکې پښتو ځاى نيولى او کلمې عامې شوې دي. د نوېزونو له امله د استاد زيار پر ژبه هم نيوکې کېږي، چې په اسانه ترې مانا نه اخيستل کېږي، خو که ځير شو، د استاد د سبک دا ستونزه په نوېزونو کې نه، بلکې په گډلو او اوږدو جملو کې ده.
وييرغاونه دوه موخې لري، يوه د ژبې سوچه کول او بل نوې کول او پراخول دي. ځينې پوهان غواړي، چې ژبې د سياسي، ديني، توکمي او نورو لاملونو له مخې خپله ژبه سوچه کړي او هغه کلمې ترې وباسي، چې د دوى لپاره ښه تاريخ نه لري. په پښتو کې هم نظامي بولۍ او د دولتي وزارتونو نومونه وخت په وخت سوچه شوي. نوي کول بيا په دې موخه کېږي، چې ژبه له زاړه محدود حالته وايستل شي او نويو اصطلاحاتو او نومونو ته پکې ځاى پيدا شي. له دې سره ژبه شتمنېږي او پراخېږي. پر استاد زيار هم د سوچه کولو تور دى، خو موږ وينو، چې په پښتو کې د سوچه کولو دا لړۍ چندان بريالۍ نه ده، البته د ژبې د پراخولو موخه يې غښتلې ده. په ليکلارښود کې د استاد زيار(۱۳۸۶) جوړې کړې يو څو کلمې د بېلگې په توگه راوړو، لکه پلارواکي، مورواکي، ځمکواکي(فيوداليزم)، ميرزايواله، جگړه ماري، ازمېښتځى او…(۱۴۰-۱۴۱).
۲- د ليک سمون:
ژبه تل د بدلون په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره د ژبې په گړنۍ بڼه کې بدلون راځي، چې د ځانساتۍ له امله خط وروسته پاتې شي او دا واټن چې د گړنۍ ژبې او ليک ترمنځ پيدا شي، په ليک کې ستونزې پيدا کړې. په دې ډول په ليک کې بايد وخت په وخت بدلون راشي. د ژبې طراحان د ليک د دقيق کولو لپاره د نښو د حذف، زياتونې او ساده سازۍ په مټ کوي(مدرسي، ۱۳۹۶: ۳۳۱).
په تېرو سلو کلنو کې د پښتو د معيارسازۍ په لړ کې د ليکدود(املا) د يووالي وياړ د پښتو ټولنې په برخه دى. استاد الفت پر دغو پرېکړو په خبرو کې وايي:
پښتو ليک که په زړو کتابونو کې گورو او که د اوسنيو ليکوالو په آثارو کې، هر چېرته او هر کله د يوه او بل په ليک کې ځينې اختلافات شته چې د رسم الخط يووالي ته يې زيان رسولى(الفت، ۱۳۳۹: ۹)
د پښتو املا د يووالي په اړه پښتو ټولنې لومړۍ غونډه د ۱۳۲۱ په غبرگولي کې وکړه، چې د افغانستان ۲۵ کسه پوهان پکې راټول شوي وو او پرېکړه يې وکړه، چې شونډې، کښېناست، ټول خلق، ټولې خبرې، پاته، که راغلى واى، لويه، تويه، مېړونه، لڅ، وشو، شوى، شته، شي، ولاړ، مونږ او… يې تر دې وروسته کره بڼې دي(الفت، ۱۳۳۹: ۱۰).
د ژبو طراحان په دې اند دي، چې کله په يوه ژبه کې گړدودونه ډېر وي، بيا د معيار لپاره دوه ډوله غوراوي کېږي، يو دا چې په گڼو گړدودنو او بڼو کې يوه بڼه د فرهنگي، تاريخي او ادبي شاليد له امله د معيارسازۍ لپاره انتخابېږي، مثلا د فارسي په گڼو گړودونو کې په ايران کې تهرانۍ لهجه د معيارسازۍ لپاره ټاکل شوې ده. په دويم ډول غوراوي کې يوه بڼه نه، بلکې د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه معياري بڼه رامنځته کېږي، مثلا په زيمبابوى کې له کارانگا او کوره کوره نه د شانا د معياري بڼي جوړېدل، بله بېلگه يې اوسنۍ معياري نارويژي ده، چې له بېلابېلو گړدودونو جوړه ده. دا دويمه لار چې له مختلفو گړدودونو نه معياري گړدود رامنځته کېږي، د معياري بڼې پر وړاندې د نورو گړدودونو د ويونکو تعصب او مقاوت راکموي.
د پښتو ټولنې په اختلافې پرېکړو کې له گړدودونو انتخاب وينو. د پښتو مرکې په وخت کې د معيارسازۍ په چاره کې سويل لويديځ گړدود غالب و، بلکې په يوه ډول ويلاى شو، چې هغه د معيار په توگه ټاکل شوى و؛ خو کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه، د پښتو د معيارسازۍ دود بدلون وکړ او د معيار په توگه د يوه گړدود خبره له منځه ووته، بلکې له دويم انتخابه استفاده وشوه، چې هغه د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه د معياري بڼې جوړول دي. د پښتو ټولنې د ۱۳۲۱ ل کال په غونډه کې د بېلابېلو گړدودونو بېلگې د معيار په توگه ټاکل شوې او دا ښيي، چې پر دې پرېکړو د علمي استدلال پر ځاى د قومي يووالي د مصلحت او رايو سيورى خپور و. د استاد زيار وينا پر دې خبره د تاييد مهر لگوي، چې “پخوا به په پښتو ټولنه يا پښتو مرکه کې داسې کار کېده، چې لاس به پورته کېده. که به د کندهاريانو لاسونه زيات شو، د کندهاريانو پښتو به شوه. که به د ننگرهاريانو دا زيات وو، د هغو به شوه؛ خو موږ دا کار پرېښوده. زموږ له پښتو ټولنې او بيا ستر انسان محمد گل خان سره دا توپير و چې هغوى لومړى غوښتل چې د لاس په پورته کولو او ريفرنډم له لارې يو سټنډرډ ليکنى فورم پيدا کړي او په تېره بيا وزير محمد گل خان د خلکو په خولو کې ژبه ورسموله، دا امکان نه لري”(هوتک، ۲۰۰۷: ۳۳) .
په ۱۳۳۷ کې چې درېيمه پرېکړه شوې، په هغې کې د “پاته” پرځاى “پاتې” او “لڅ” پر ځاى “لوڅ” او د مونږ، موږ او ولاړ او لاړ دواړه بڼې معياره بلل شوې، چې دا د معيارسازۍ چاره ټکنۍ کوي، چې د يوې پرځاى دوه بڼې معياري وبلل شي. د ۱۳۲۷ د وږي په اتمه پښتو ټولنې نوى گام واخيست او د معيارسازۍ لمن يې د ډيورنډ تر کرښې هاخوا هم خپره کړه. پر دغه کال پښتو ټولنې د پښتونخوا پوهان پښتو ټولنې ته راوبلل، چې د پښتو ليک په يووالي کې سره هوکړه وکړي. که څه هم هغوى گوتشمېر وو، خو ځينې پرېکړې وشوې او دا پرېکړې د غږونو او کلمو په کچ وې، چې د پښتونخوا او افغانستان د املا په يووالي کې يې بنسټي نقش ولوباوه او دا اوس چې موږ څه ناڅه يووالى وينو، د دې بنسټ همغه وخت ايښودل شوى. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د “نړ” پر ځاى به “ڼ” ليکو، ښ، ږ، ځ او داسې نور غږونه معياري دي، دا به په خ، ش، گ، ژ نه ليکو، د تلل وسمهال استمراري بڼه په ځ ليکو. “ويل” به “وې” نه ليکو. د “ې” پر ځاى به د اردو پرته “ے” نه کاروو، “پکښې” به په “ې” ليکو؛ خو عجيبه دا ده، چې په “ادبي جرگې” کې راغلې د دې پرېکړې سرليک(ادبي جرگې) بيا پښتو ټولنې په اوږده “ى” ليکلى (ادبي جرگې، ۱۳۲۷: ۷۱- ۷۳). په دې پرېکړه کې موږ وينو، چې د افغانستان د ليکدود(املا) پله درنه ده او پښتو ټولنې خپلې خبرې د پښتونخوا پر پوهانو منلې دي. د دې پرېکړې په پاى کې د مولانا عبدالقادر، سيد رسول رسا، حمزه صاحب او… د پښتونخوا او مرحوم شمس الدي مجروح، خادم صاحب، الفت صاحب، ارسلان سليمي او… د افغانستان په استازيتوب پر دې پرېکړه لاسليک کړى.
درېيمه پرېکړه په ۱۳۳۷ کې له پښتونخوا د خپلواکۍ د جشن په ورځو کې راغلو پوهانو د پښتو ټولنې له غړيو سره کړې، چې دا ځل ټوله خبره د کلمو په کچ ده، چې کومه کلمه څرنگه وليکو. د ځمکې په بېلابېلو بڼو کې پر ځمکه، زمري، ژبه، ژړا او گڼو نور بېلگو هوکړه شوې(د بېلگو لپاره ليکوالي؛ املا انشاء ۱۳- تر ۱۶ مخونه وگورئ). په دې بېلگو کې ډېرې ساده بېلگې هم دي، لکه ژوند، ژمى چې اوس يې ټول پښتانه په همدې يوه بڼه ليکي؛ خو په دې پرېکړه کې کله دوه بېلگې هم د معيار په توگه وړانديز شوي، لکه لمر، نمر، لمسى، نمسى، کنځل، ښکنځل، لامده، لانده، جينۍ، نجلۍ او داسې نور، چې دا د دې پرېکړې په کمزورۍ دلالت کوي.
له پښتونخوا سره په املا کې اوس هم موږ اختلاف لرو، خو دا اختلاف يوازې د املا په کچ نه دى، بلکې د کلمو په کچ هم دى. هغوى په څېړنيز ليک کې د اردو، اردو شوې عربي او انگليسي نومونو نه استفاده کوي او موږ له خپلو پښتو نوېزونو، فارسي او عربي نه؛ نو که د املا ستونزه هواره هم شي، د وييرغونې په کچ به ستونزې پاتې وي او تر څو چې له املا سره دا دويمه ستونزه هم هواره نشي، د ليک د يووالي امکان کم دى، خو دا ستونزه يوازې د نوېزونو په لړ کې نه ده، بلکې د عامو پښتو کلمو هم مختلفې بڼې کارېږي(لکه: سکروټه، سروټکه، نجلۍ، جينۍ او …)، چې پکار ده، چې يوه بڼه يې د معيار په توگه ومنل شي، ځکه چې کلمې مانيز واحدونه دي او يووالى يې فکري يووالى رامنځته کوي.
معياري ژبه ورو ورو پر نورو گړدودونو اغېز کوي او په هغوى کې تلفظي، وييز او گرامري بدلون راولي. دا بدلون کله بيا دومره پراخه شي چې معياري بڼه نور گړدودونه وخوري. نن سبا چې برېښنايي رسنۍ په ثانيو کې يو څيز بل ځاى ته لېږدوي، دا اغېز ډېر چټک دى(مدرسي، ۱۳۹۶: ۲۸۸). پښتانه که څه هم له يو بل نه لري پراته دي، چې راشه درشه يې کمه ده او خپلوۍ هم له خپلو قبيلو پرته له نورو سره نه کوي، ځکه نو پکې تراوسه گړدودي توپيرونه څرگند او ډېر دي؛ خو که لوستي کهول ته راشو. پر دوى د نصاب او رسنيو، په تېره د خواله رسنيو اغېز، د پښتو له يووالي سره مرسته کړې، چې په دې ډول د پښتو يوه معياري لهجه د ځواکمنېدو او برلاسي کېدو په حال کې ده، چې که د سواد کچه لوړه شي او د قبيلو ترمنځ راشه درشه ډېره شي، د سرکونو جال خپور شي، دا اغېز نور هم ډېرېږي.
په ۱۹۹۲ کې په باړه گلۍ کې د پښتو ليکدود په اړه بله پرېکړه وشوه. دا پرېکړه د افغانستان او پښتونخوا د کډوالو ليکوالو په گډون جوړه شوه، چې د پښتونخوا د ليکوالو پله پکې درنه وه. د سيمينار د منځته راتگ زمينه د هغو ټولنيزو او کولتوري اړيکو له امله برابره شوه، چې په افغانستان کې د ثور د بخولې(فاجعې) له خاطره پاکستان ته د افغانانو د ډله ييز مهاجرت وروسته د لرو او برو پښتنو ترمنځ ټينگې شوې وې. په دې سيمينار کې د تېرو فيصلو ځينې مواد تعديل شو او د ښاغلي رفيع صاحب د خولې خبره ده، چې په مجموع کې هغه ليکدود تر ډېرې اندازې ومنل شو چې په افغانستان کې پالل کېده. داسې ښکاري چې د سيمينار له نتايجو سره ځينو پوهانو چې په سيمينار کې يې برخه نه وه اخيستې، په ځينو برخو کې موافقه نه درلوده. د پېښور نامتو ليکوال ارواښاد قلندر مومند خو له لومړي سره د سيمينار پر ضد و، ځکه ده خپل ځان ته نوى ليکدود راايستلى و… پوهاند دوکتور زيار صاحب د باړه گلۍ فيصلو ته انتقادي نظر لري او ليکي چې په دې سيمينار کې ځينې منلې او عامې شوې سمونې بېرته باطلې شوې دي، لکه “عربي ټول پوروييونه په آره بڼه ليکل، لکه قميص، طمع، شمط….، نيم کانسونيټي(معدوله) واو نه ليکل، لکه په خله(خوله)، گټ(گوټ)… کې، همدارنگه د پښتو اوږد يا مجهول (و) پر ځاى له پېښ(ضمې) او اوږدې يا مجهولې(ې) پر ځاى له زېر(کسرې) کار اخيستل لکه په گمان، رمان او گله(گيله) ، ډموکراسي کې او له دې ټولو سره تر “گ” کړۍ واله “ګ” غوره گڼل چې کړۍ ورواچول شي او خوشې يو تورى پر پښتو ابېڅې ورسربارى شي، چې هم تخنيکي ستونزه رامنځته او هم اقتصادي او مهالي هغه(هوتک، ۲۰۰۷: ۳۳-۳۴(.
په باړه گلۍ کې پرېکړه شوې وه، چې د عربي هغه کلمې چې ماناوې يې نه دي اوښتي، په اصل بڼه او د کومو ماناگانې چې اوښتي، هغه به په پښتو شوې بڼه ليکو: لکه قميص او قصه به همداسې او ماشوم او تپوس به داسې ليکو. د ڼ تورى به په همدې بڼه وي، د زور پاى شوې کلمو زور به نه حذفوو، “ى” به په پښتونخوا کې پرته او افغانستان کې گرده ليکل کېږي، اوږده “ې” به د کلمې په منځ کې هم پلې کېږي او “ى” به هم په منځ کې ُپه اوږده “ې” ليکل کېږي. لنډه”ي” به د “ي” په بڼه په خوا په خوا ټکو ليکل کېږي، “ۍ” به لکۍ واله وي، فعل به په “ئ” ليکو، زورکيواله”هې” به په “ۀ” ليکل کېږي، “گ” ته به کړۍ ورکول کېږي، معدوله “و” به پر خپل ځاى پاتې وي، د لنډ “و” له پاسه به پېښ ورکول کېږي، د پښتو څ، ځ، ښ او ږ به مراعاتېږي. “کې”، “کېناستل” او داسې نورې کلمې به په “کښې” او “کښېناستل” ليکل کېږي(سپېدې، ۱۳۶۹: ۲۷- ۳۸)
پښتو اکاډمۍ تر دې غوندې وروسته نورې غونډې هم وکړې او په باړه گلۍ کې يې په دې وروستيو کلونو کې بله غونډه وکړه.
که اشخاصو ته راشو، استاد زيار په خپلو آثارو، په تېره په ليکلارښود کې د مورفيمونو او کلمو په کچ پر املا غږېدلى، لکه د “و ماته” پر ځاى “ما ته” او همدا ډول مازيگر، ماسختن، مانا، مرغلره، مرغومى او مږوى(د نورو بېلگو لپاره وگورئ: ليکلارښوده) کره بلل شوي؛ خو دا بڼې هم د کوم سيستم له مخې نه، بلکې بېلې بېلې راخيستل شوې دي.
پايله:
د املا د يووالي په برخه کې له پښتو ټولنې نه راواخله تر اوسه پورې د شويو هڅو لويه ستونزه دا ده، چې پرېکړې په منفردو بېلگو شوي. موږ پوهېږو، چې پر ژبه او ليک باندې نظام حاکم وي، چې د هغه نظام پيدا کول اړين دي. منفردې پرېکړې يوازې دا نه چې ډېرې ستونزې نه هواروي، بلکې د نورو بېلگو په پيدا کېدو ممکن منل شوې بڼه د ژبپوهنې له پلوه له ننگونې سره مخ کړي؛ نو ښه خبره دا ده، چې څرنگه ماشوم د منفردو بېلگو پر ځاى د ژبې د نظام د زده کړې هڅه کوي او موږ هم چې بله ژبه زده کوو، د منفردو بېلگو پر ځاى يې په قواعدو پسې گرځو. پر دې بنسټ د ليک د يووالي لپاره هم د ژبې د خپلو ځانگړنو او د تجويز لپاره کلي اصولو او قواعدو ته اړتيا ده، چې لومړى ستونزې په گوته شي، بېلگې يې راواخيستل شي، وشنل شي او بيا ورته کلي قواعد وړانديز شي او په هغې کې بېلگې ډلبندۍ شي. که داسې وشي، د دې يوه گټه به دا وي، چې ورته نوې بېلگې به مخکې له مخکې حل ولري او رسنوال او نصابوال به قواعدو ته گوري، هره نوې کلمه چې راځي، د تجويزې قاعدې له مخې به يې سموي.
د پښتو د معيارسازۍ سلن کلنې هڅې په دوو برخو کې راټولې شوې، چې يوه يې ليکدود او بله يې وييرغاونه ده. مرکې د پښتو وييرغاونې او پښتو ټولنې او پښتو اکاډمۍ بيا املا ته لومړيتوب ورکړى. په شخصي هڅو کې بيا استاد زيار وييرغاونې ته ډېره پاملرنه کړې، خو ورسره يې د ليکدود د کره کولو هڅې هم کړې دي.
يادونه: دا ليکنه د وږمې په تازه ګڼه کې خپره شوې ده.
ماخذونه:
۱- ادبي جرگې. ۱۳۲۷. پښتو ټولنه: کابل
۲- الفت، گل پاچا. ۱۳۳۹. ليکوالي(املا انشاء)، دويم چاپ. کابل: پښتو ټولنه
۳- حبيبي، عبدالحى. ۱۳۱۳. يوازې پښتو. طلوع افغان. ۱۲ کال. ۷۷۴ پرله پسې گڼه، د ۱۳۱۳ ش د کب ۱۳، کندهار
۴- د پښتو په ليکلار د باړه گلۍ د مذاکرې فيصلې. سپېدې(مجله)، ۱۳۶۹، دويمه دوره، دويمه گڼه. پېښور: د افغانستان کولتوري ټولنه
۵- د پښتو ټولنې تاريخچه. ۱۳۵۶. پښتو ټولنه. کابل
۶- زيار، مجاور احمد. ۱۳۷۳. پښتو سيندگى: هممانيزونه. پېښور: د پښتو پانگې ملگري
۷- زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۳. پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه
۸- زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۶. ليکلارښود(يوه پښتو- کره پښتو). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه
۹- صادقي، علي اشرف. ۱۳۶۳. “زبان معيار”. مسائل نثر فارسى، مجموعه سخنرانى هاى اولين سمينار نگارش فارسى. تهران: مرکز نشر دانشگاهى
۱۰- کرزى، زلمى. ۲۰۱۳. په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ. جرمني. چاپځى: د ساحل صنعتي مطبعه
۱۱- مدرسي،يحيى. ۱۳۹۶. درآمدى بر جامعه شناسى زبان. تهران: پژوهشګاه علوم انسانى و مطالعات فرهنګى
۱۲- نظامنامه د تشکيلات اساسي د افغانستان.
13- Ansre, C. 1974. “Language Standardization in Sub-Saharan Africa”. Advances in Language Planning. Ed. J. Fishman.
14- Garvin, P. 1973. “some Comments on Language Planning”. Language Planning: Current Issues and Research. Eds. J. Rubin and R. Shu.
15- Haugen. E. 1966. “Linuistics Planning in Modern Norway”. The Ecology of Language, Essays by E. Haugen. Ed. A. Dill.
16- Ray, P. 1963. Language Standardization. The Hague. Mouton.

Back to top button