هېواد ته یو ځل بیا نغدي مرسته راورسېده

هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا څلوېښت ميليونه ډالر راورسېدل.

د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې هېواد ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅو را ورسېده.

هغوی زیاتوي، چې د نغدو پیسو یاده کڅوړه د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د ۴۰ ميليونه ډالرو يوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې وه.

Back to top button